ولسي جرګه: حکومت دې په اچین کې د استعمال شوي غټ بم څېړنه وکړي

د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې پر داعشیانو باندې د امریکايي ځواکونو له‌خوا «بمونو مور» په نوم د استعمالولو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه، چې دا ډول قوي بریدونه به د نورو زیانونو ترڅنګ افغانستان د سترو قدرتونو د درنو وسلو د استعمال په مرکز بدل کړي.

یو شمېر نورو وکیلانو بیا د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې دا یو ګټور ګام وبللو، وویل چې دا ډول بریدونه به په افغانستان کې ترهګریز فعالیتونه کمزوري کړي.

ځېنو نورو وکیلانو بیا دا ډول څرګندونې له وخته مخکې وبللې او ټینګار یی وکړ، چې سیمې ته دې موضوع د څېړلو له‌پاره د ولسي جرګې او حکومت یو ګډ پلاوی لاړ شي.

د جرګې غړي عصمت الله شینواري وویل، د ده د معلوماتو له مخې، په‌دې ستر بمي برید کې ملکي وګړیو ته زیان نه‌دی اوښتی، بلکې یوازې داعشیان په کې خپل شوي؛ خو د بم د راتلونکیو اغېزو په ‌اړه دې سیمې ته یو پلاوی لاړ شي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي په اچین کې د داعش په مرکز د بمونو د مور برید په اړه د وکیلانو وړاندیز پر ځای وګڼلو او  زیاته یی کړه، چې سیمې ته دې ګډ پلاوی لاړ شي، چې د پېښې په اړه واقیعتونه په ډاګه کړي او له هغې مخکې په‌دې اړه ډول ـ ډول څرګندونې ګټه نه‌لري.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د جنورۍ پر ۱۳مه ماښام شاوخوا ۷ نیمې بجې امریکایي الوتکې د ننګرهار د اچین ولسوالۍ د اسدخېلو تنګي سیمه کې د داعش پر یو تونل «د بمونو مور» په نوم داسې بم وغورځولو، چې ویل کېږي، ۱۰ زره ټنه وزن یې لرلو.

دې پېښې په خواله رسنیو او د ولس په منځ کې ډول ـ ډول غبرګونه راوپارول او ځېنو دا ګام له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې ګټور ګام وګڼلو؛ خو ځېنو بیا د نړیوالو قوانینو خلاف وبللو.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام