نورستاني: نوی رییس باید د کمېسیون کمېشنران وټاکي

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر احمد یوسف نورستاني وايي، چې نوی رېیس باید د قانون له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کمېشنرانو له لوري پر دنده وګومارل شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني رییس احمد یوسف نورستاني نن کابل کې خبري غونډې ته د پورته موضوع د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړه، چې له دندې څخه د استعفا لامل يې یوازې یوه شخصي پریکړه وه نه کوم بهرني او کورني فشارونه.

نورستاني وړاندیز وکړ، چې دده پرځای دې د مخکینۍ غوراوي کمیټې یوه میرمن د کمېشنرې په توګه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ور وپيژني.

د ټاکنو قانون وايي" په هغه صورت کې چې رېیس مرستیال او منشي خپل غړیتوب له لاسه ورکړي، ددې قانون د پنځمې مادې ۲ فقرې د حکوم له مخې د خدمت د دورې د پاتې مودې له پاره د کمېسیون د غړو ترمنځ بیا ټاکنې ترسره کیږي"

نورستاني وايي، چې دی له دغې موضوع سره جدي مخالف دی او باید د قانون له مخې د کمېشنرانو په خوخښه بل شخص معرفي شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون پخواني مشر زیاته کړه، هيڅوک حق نه لري چې د ټاکنو کمېشنران له دندې ګوښه کړي، ځکه پروینا یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمشنران د شپږو کلنو له پاره قانوني ټاکل شوي او د ټاکلې مودې ترپایه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

نورستانی وايي، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې هم د حکومتي مشرانو ترمنځ پنځوس پنځوس ویش رامنځته شي هېواد به له ستر کړکیچ سره مخ کړي، چې پرخبره یې دوی له پخواهم ددې کار سره مبارزه کړې ده.

نوموړي د راتلونکو ټاکنوکې د سمون له پاره الکترونیکي تذکرو ویش، د ټاکنو په ځينو قوانینو کې تعدیل او د رایي ورکولو مرکزونو کې انډول په پام کې نیولو وړاندیز وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارکوونکو ستونزې

ددې کمیسیون پخوانی رېیس احمد یوسف نورستاني په دې غونډه کې وویل، چې د ټاکنو خپلوا کمېسیون شاوخوا ۳۰۰ کارکوونکو ته له څلور میاشتو را په دې خوا  تنخواوې نه دي ورکړل شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې تیره ورځ یې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د لیدنې پرمهال دا موضوع یاده کړې او  ټينګار یې ورته کړی که د ټاکنو دغو کارکوونکو ته خپلې تنخواوې ورنه کړل شي ښايي د ټاکنو کمېسیون دروازه وتړل شي.

نورستاني ډاډ ورکړ، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې چې د ټاکنو کارکوونکو ته به تنخواې ډير ژر ورکړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام