
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو نوماندانو سندونو څېړلو بهیر بشپړ کړی او په ټول هېواد کې يې د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړ.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یوې علنې غونډې پرمهال وویل چې په ولایتونو کې د نوماندانو سندونو څېړلو بهر بشپړ شویدی.
ښاغلي صیاد زیاته کړه چې د ولسوالیو شوراګانو لومړني نوملړ ته ۶۰۸۱ پر شرایطو برابرو کسانو د نوماند په توګه لار پیدا کړېده.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس وايي چې د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې ښځینهوو ځان نهدی نوماند کړی او په ځېنو نورو کې بیا ښځینه نوماندانې ټاکنیزې سیالانې نهلري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسوالیو په کچه ښځینهوو ته بیاځلی فرصت ورکړ چې د ولسوالیو شوراګانو څوکیو لهپاره ځانونه نوماندې کړي چې پهدې برخه کې يې د ښځو چارو وزارت او ښځو حقونو ملاتړو بنسټونو مرسته هم غوښتې وه.





