د نظرپوښتنې پایله: ښځینه خبریالانې په هیڅ ځای کې خوندي نه دي

له په ټولنه کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د شوې نظر پوښتنې د پایلې له مخې ۶۹ سلنه ښځینه خبریالانې د راپور جوړولو پر مهال د خلکو له لوري ځورول کېږي.

د دغې نظر پوښتنې پایله په داسې حال کې خپریږي، چې ۵۹ سلنه ښځینه خبریالانې د خپلو چارو په دفتر کې دننه له جنسي ځورونې خوندي نه دي.

د شوې نظر پوښتنې پایله نن (پنج شنبه) د افغانستان د خبریالانو د راپور ورکولو په پنځمه غونډه کې وړاندې شوه.

د دې کمېټې رییس نجیب شریفي وايي، دغه نظر پوښتنه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د حالت د څېړلو په اړه شوې ده.

د ده په خبره، د نظر پوښتنې له پاره په ټاکل شوې "اماري ټولنه" کې ۱۰۰ ښځینه خبریالانې له کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار، کندوز او خوست ولایتونو نه را ټولې کړې وې.

دغه نظر پوښتنه ښيي، چې ۵۳ سلنه د خبریالانو کورنۍ د ښځینه خبریالانو له کار سره مخالفت لري.

په راپور کې کاږل شوي دي، چې ۲۵ سلنه کورنۍ په پلازمېنه کابل، ۵۰ سلنه کورنۍ په بلخ او ۸۰ سلنه کورنۍ په ترتیب سره په ننګرهار او کندهار کې د ښځینه خبریالانو له کارکولو سره مخالفت لري.

په دغو ۷ ولایتونو کې ۵۸ سلنه کورنۍ بیا د حجاب مراعتولو او په ټاکل شوي وخت د تګ را تګ په مشرط د دوی د کار پلوي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې جنسیتي تبعیض هم تر څېړنې لاندې نیولی دی.

د دې کمېټې موندنې ښيي، چې نارینه خبریالان د ښځو هغو په پرتله د کارموندلو په برخه کې توپیر لري.

دوی وايي، چې په مرکزي ولایتونو کې کله د نارینه او کله د ښځینه خبریالانو له پاره د کارموندې چانس وي او کله دواړه برابر وي.

خو د ننګرهار په څېر ولایتونو کې چې په رسنیزو ډګر کې د ښځینه خبریالانو ګډون کم رنګه دی، د دوی له پاره ۹۵ سنله د کاري زمېنې فرصت شته.

په ټوله کې ښځینه خبریالانې د نارینه وو په پرتله زیات کاري فرصتونه لري، خو د نارینه وو کاري صلاحیتونه زیات دي.

همدا ډول د کاري صلاحیتونو له مخې د ښځینه او نارینه خبریالانو حقوقي کچه توپیر لري.

د پوښتل شوې اماري ټولنې د موندنو له مخې د نارینه خبریالانو حقوق او امتیازات زیات دي.

د دې نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ښځینه خبریالانې، معلوماتو ته د نه لاس رسي، د حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د ګواښونو له امله په هیڅ محیط کې په ارام فکر سره کار نه شي کولی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام