خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازيو سره د سولې د هوکړې په اړه غږېدلی

قطر کې د طالبانو سياسي دفتر اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر په دوحه کې له ملا عبدالغني برادر سره ليدلي دي.

د ياد دفتر وياند سهيل شاهين پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې لر تر رسېدو مخکې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د امریکا ځانګړي استازي په دوحه کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې د ولاړې پروسې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې موافقې پر عملي کېدو خبرې وکړې.
شاهين د جمعې د ورځې پر ماښام ويلي و چې طالبانو له جنرال مېلر سره په دې خبرې کړې وې چې پر ملکي ځایونو به بريدونه نه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو چې له امريکا سره د سولې هوکړه د افغانستان دولت او د امريکا له لوري نقض شوې ده.

چې له دې ډلې يو يې هم د طالب بنديانو ژر نه خوشې کېدل وو.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام