د امريکا متحده ایالات له پاکستان څخه په جدي ډول غوښتنه کړې، چې په خپله خاوره کې دې د حقاني شبکې پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د ملي امنیت سلاکاره سوزن رایس پاکستان ته په زغرده ویلي، چې دا د امريکا متحده ایالاتو له پاره په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي، چې په افغانستان کې ترهګریز بريدونه دې په پاکستان کې پلان شي.
د اوباما د ملي امنیت سلاکاره د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز سره د خبرو ترڅنګ زیاته کړې، چې د افغانستان او امريکا سره د پاکستان اړيکې خورا مهمې دي.
همدارنګه هغې د پاکستان صدراعظم نواز شریف ته په راتلونکي اکټوبر میاشت کې سپينې ماڼۍ ته د راتګ بلنه هم ورکړې ده.
سوزن رایس په خپل ټویټر پاڼه کې ليکلي، چې د امریکا ولسمشر د پاکستان صدر اعظم ته بلنلیک هم استولی دی.
د امريکا له لوري داسې شکونه هم شته، چې پاکستان د حقاني او نورو تروریستي شبکو پر ضد د (ضرب عضب) په نوم پوځي عملياتو کې هم د حقاني شبکې پر وړاندې جدي عکس العمل نه دی ښودلی.
امريکا وايي، چې هغه مهال پاکستاني پوځيان د حقاني شبکې پر ضد د پوځي عملياتو له ترسره کولو ډډه کړې.
د امريکا شک هغه مهال په یقین بدل شوی، چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل پر شاه شهيد سيمه کې تروریستي برید وشو او امريکا يې پړه د حقاني شبکې پر غاړه واچوه.
را رسېدلي راپورونه وايي، چې د پاکستان له لوري په شمالي وزیرستان کې د تروریستي ځالو د ختمولو په هدف د پاکستان پوځي عمليات هم خپل وروستي پړاو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د دغو ترهګرو شبکو په فعاليتونو کې نه يواځې دا، چې کمی راغلی بلکې د نورو کلونو په پرتله يې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې خپل بریدونه زیات کړي هم دي.
سوزن رایس، چې تېره ورځ (اګست ۳۰ مه ) پاکستان ته ورغلې وه، د يوې خبري ناستې په ترڅ کې ویلي، چې امريکا په کابل کې د تروریستي بريد له امله پاکستان سره خپلې اندېښنې شريکې کړې دي، ځکه هغه وايي، چې په کابل کې تروریستي بريد د حقاني شبکې له لوري شوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل شاه شهيد بمي چاودنې څخه وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دغه بريد به د افغانستان او پاکستان په اړيکو کې د عطف ټکی وي او ډېر ژر به له دغه هېواد سره د اړيکو په باب څو کلن پريکړه وشي.





