ناټو طالبانو ته: له جګړې لاس واخلئ او ۱۸ کلنې لاسته‌راوړنې ومنئ

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نېکولاس کې د خپل ماموریت په پای کې له طالبانو غوښتي چې چې له جګړې لاس واخلي او د افغانانو ۱۸ کلنې لاسته‌راوړنې ومني.

نوموړي ویلي، نننی افغانستان د ۲۵ کلونو مخکینی هغه نه دی او خلک به د طالبانو رژیم بیا راتګ ته اجازه ور نه کړي.

کې ویلي، د افغانانو غېږه یوازې هغو کسانو ته خلاصه ده چې هېواد ته یې سوله راولي، عقایدو ته یې درناوی وکړي، قانون مات نه کړي او بشري حقونه، مدني او سیاسي ازادۍ ترې وا نه‌خلي.

نېکولاس کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي: «تاسې نن له ۲۵ کلونو وروسته هم افغانې ښځې، ماشومان او نارینه وژنئ، یوازې د دې لپاره چې خپل رژیم پرې تحمیل کړئ. خلک د طالبانو رژیم د بیا راتګ هرکلی نه کوي.»

نوموړي ټینګار کړی چې بشري حقونه، مدني او سیاسي ازادي د افغانانو سرې کرښې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) اعلان کړی چې د ۲۰۲۰ کال د لومړیو درې میاشتو پر مهال له ۵۰۰ ډېر ملکیان وژل شوي چې ۱۵۰ یې یوازې ماشومان دي.

په ناټو کې د امریکا دایمي استازي بېلي هاچسون هم تر دې دوه ورځې وړاندې ویلي و چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه په بې‌ساري ډول لوړه شوې او طالبانو د سولې شرایط ماتوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام