جان بېس: د ارګ او بلخ لانجه باید د قانون په اډانه کې حل شي

د ولسمشر غني او د بلخ ګوښه کړای شوي پخواني والي عطامحمد نور ترمنځ د ناندریو او لانجو دوام په اړه د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس له څرګندونو وروسته دا ځل په افغانستان کې د امريکا سفير جان بېس ويلي په بلخ ولايت کې د واک لېږد پر سر لانجه بايد ژر په سوله‌یيزه او قانوني بڼه حل شي.

نن ورځ (پنج شنبه) د امريکا په سفارت کې د يوې خبري غونډي پرمحال سفير جان بېس په ډاکه کړه، دغه موضوع د افغانانو داخلي موضوع ده او امريکا د دې پلوي کوي چې د اساسي قانون په چوکاټ کې رامنځته شوې لانجه حل شي.

هغه وويل هېڅ شخص د قانون څخه لوړ نه دی، امريکا د افغانستان استقلال ته د قدر په سترګه ګوري او غواړي افغانان له دغې خپلواکۍ څخه استفاده وکړي چې يو ولسمشر ته د ولايتي چارواکیو د بدلون اختيار ورکوي.

د جان بېس په وینا، امريکا په دې باور ده هر څوک چې د دغې لانجې د حل هڅي کوي بايد د ټول هېواد ملي ګټي په پام کې ونيسي او له دغې لارې او فکره دغه ستونزه هواره کړي. د سفير جان بېس پر وينا دغه ستونزه چې هر څومره غځېږي د افغانستان د دوښمنانو په ګټه ده.

د ده په وينا په بلخ کې د واک او اختيار لېږد موضوع باید په داسې توګه حل شي چې خلکو ته روحیه ورکړي او خلک ډاډمن شي چې دغه ادلون بدلون نه یوازې سیاسي ټیکاوو نه زیانمنوي بلکې د خلکو په ګټه هم دی.

په افغانستان کې د سولې له‌پاره د ګاونډي هېوادونو په اړه پوښتلي سوال په ځواب کې هغه وويل د سيمې هېوادونو لکه پاکستان بايد په پام کې ونيسي چې ترهګرې ډلې هېڅکله په يو ځاي تکيه نه کوي او د دوي لمن هم له دغې ترهګرۍ اور اخيستی شي.

د روسیې له‌خوا د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربتوب چمتووالي اعلان په اړه په غير مستقیمه توګه د امريکا سفير وويل د افغانستان د راتلونکي په اړه قضاوت بايد افغانان په خپله وکړي؛ نه يو بهرنی هېواد يا ترهګرې ډلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام