
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملابرادر د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
سهیل شاهین لیکلي، چې دغه غونډه کې د بندیانو په چټک خلاصون، د بینالافغاني خبرو پر پيلېدو او امریکا سره د شوې هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بحث او خبرې شوي دي.
شاهين زياته کړې چې په دې ليده کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر مطلق القحطاني هم حضور درلود.
له دې سره د امریکا بهرنیو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بینالافغاني خبرو د پیلېدو لپاره هند، پاکستان او قطر هېوادونو ته سفر پیل کړی دی.
نوموړی به دې سفر کې هندي، پاکستاني، د قطر او طالب چارواکو سره د افغان سولې په اړه د دغو هېوادونو پر رول او د سولې هوکړې پر پلي کیدو خبرې وکړي.

ټاکل شوې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ۱۵۰۰ طالب بنديان له بنده خوشې شي چې حکومت يې پيل د روان کال د حمل مياشتې له شلمې نېټې کړی او تر اوسه پورې يې ۸۵۰ طالب بنديان له بنده خوشې کړي دي.
طالبانو بيا تر اوسه پورې د دولت ۱۰۰ بنديان خوشې کړي چې په دې بندیانو کې ملکي کسان هم شامل دي.
دوه ورځې وړاندې د ملي امنيت شورا اعلان وکړ چې افغان دولت له طالبانو غواړي تاوتريخوالی کم کړي او د ۱۵۰۰ طالب بنديانو له خوشې کولو وروسته بينالافغاني خبرې پيل کړي.
امنيت شورا له طالبانو دا هم غوښتي چې ملکي کسان چې دوی له برمته کړي او افغان امنيتي سرتېري د هغه نوملړ له مخې خوشې کړي چې افغان دولت ورته سپارلی دی.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې د افغان دولت له زندانونو ۵ زره طالب بنديان له بنده خوشې شي او طالبان هم ۱۰۰۰بندي امنيتي ځواکونه خوشې کړي.
ټاکل شوې د دواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو له بهير نه وروسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پيل شي.





