افغان حکومت باید خپله له ټرمپ سره د اړیکو په جوړولو کې لاس په کار شي

په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون سرپرست مشر " ډیویډ سیډني" وايي، افغانان په ځانګړي توګه افغان حکومت نه باید دې ته انتظار وباسي، چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکي کې له افغانستان سره څه وکړي، بلکې د هغه پر وینا، افغان حکومتي چارواکو ته دا لازمه ده، چې خپله لاس په کار شي.

نوموړي، چې د "افغانستان ستراتيژيکو مطالعاتو انستیتوت" په یو ګردي میز کې خبرې کولې زیاته کړه، افغان حکومت باید د متحده ایالاتو له نوي ولسمشر ټرمپ سره د اړیکو په جوړولو کې هڅې پېل کړي.

دغه ګردی مېز "پر افغانستان د امریکا د ټاکنو د پایلو څېړلو" تر عنوان لاندې جوړ شوی و او په کې ځينې افغان لوړ پوړو چارواکو په ګډون د سیاسي چارو کارپوهان، ژورنالیستان او د رسنيو مسوولینو برخه اخیستې وه.

د امریکا نوی ولسمشر: ډونالډ ټرمپ

د افغان ـ امريکايي پوهنتون سرپرست مشر دا هم وویل، چې دوی د ټرمپ په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د مثبتو ستراتيژيکو اړیکو څرک ګوري او پر وینا يې دا اړيکې به دوام وکړي.

هغه په افغانستان کې سیاسي، اقتصادي، امنیتي او نورو ستونزو ته هم اشاره وکړه او زیاته يې کړه، چې دواړه هېوادونه به په ګډه د دغو ستونزو په هواري کې کار وکړي.

سیډني په دغه ګردي مېز کې زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون په شان اساسي کارونه پېل کړي او د اوسني نسل راتلونکی به روښانه وي.

په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون سرپرست مشر: ډیویډ سیډني

د امريکايي پوهنتون سرپرست وویل، چې د امریکا په تاریخ کې هر ولسمشر د یو اساسي تغیر راوستو ادعا کړې، خو پر خبره يې کله چې ولسمشر شي، نو په دغه هېواد کې دننه له شته ستونزو له ګرداب څخه نه شي وتلی.

هغه وايي، د اوسنيو واقعیتونو په پام کې نیولو سره احتمال لري، چې د کمپاینونو پر مهال د ټرمپ ځينې نظریات او ژمنې په عمل کې تغیر وکړي.

هغه څه چې د دغه ګردي میز یو تن ګډون کوونکی او د سولې عالي شورا د بهرنيو اړیکو سلاکار محمداسماعیل قاسمیار هم ورسره هم نظر دی.

قاسمیار سلام وطندار ته وویل، چې امریکا له نړۍ سره پرته له اړیکو ساتلو ژوند نه شي کولی.

هغه وايي، چې ممکن اروپايي ټولنې او د امریکا نورو بهرنیو اړیکو په اړه د ټرمپ په ژمنو کې تغیر راشي.

د قاسمیار پر خبره امریکا باید له نړۍ سره په اړیکه کې وي.

همدارنګه په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون سرپرست مشر د کابل او اسلام اباد د اړيکو او په هېواد کې د سولې پروسې په اړه هم څرګندونې وکړې.

ده وویل، چې د افغانستان سوله د افغانانو پورې اړه لري او امریکا په کې هیڅ راز لاسوهنې نه کوي.

له بل لوري بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي سلاکار فاروق اعظم سلام وطندار ته وویل، چې دی د ډیویډ له څرګندونو سره موافق نه دی، ځکه پر وینا يې امریکا عملاً په افغانستان کې دخیل دی او که افغانان وغواړي یا نه متحده ایالت به په مستقیم او یا هم غېر مستقیم ډول د سولې په پروسه کې دخیل وي.

په دې اړه د سولې عالي شورا د بهرنيو اړیکو سلاکار زیاته کړه، که امریکا نوی ولسمشر ټرمپ د ترهګرو ځالو په له منځه وړلو کې د خپلو کمپاینونو په شان جدي عمل هم وکړي، نو دا ممکنه ده، چې افغانستان د تل پاتې سولې او ثبات خاوند شي.

د قاسمیار پر خبره، که د تروریزم په اړه ټرمپ عملي اقدامات وکړي، نو دا به پر پاکستان د لا زیاتو فشارونو لامل هم شي.

په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون مرستیال وویل، چې امریکا یواځې د القاعده شبکې د ځپلو له پاره افغانستان ته راغلی او په افغانستان کې د امريکا حضور به د روسيې او چین له پاره هیڅ ګواښ نه وي.

سیډني زیاته کړه، چې امریکا په زیات احتمال سره به په افغانستان خپل همدغه شته شمېر پوځيان وساتي.

یاده دې وي، چې اوسمهال نږدې ۱۰ زره امريکايي پوځيان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په ماموریت بوخت دي.

هغه د امریکا او روسيې د روابطو په اړه وویل، چې د ټرمپ له راتګ سره سم به امریکا متحده ایالات له روسيې سره د ښوو اړیکو په جوړولو کې ګړندۍ هڅې وکړي.

د جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په هکله نه یوازې دا، چې په افغانستان کې انديښنې موجودې دي، بلکې په امریکا کې دننه او بهر لکه پاکستان او ایران حکومتي چارواکي هم له سختو اندېښنو سره مخ دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام