
د طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، امریکایانو په تېر نومبر کې اتفاق کړی و چې په راتلونکې غونډې کې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغانستان له خاورې د نورو هېوادو پرضد کار نهاخېستلو په اړه خبرې وشي.
خبرپاڼه وړاندې لیکي، امریکا اوس د خبرو اجنډا بل لوري ته بیایي او هڅه کوي پهخپله خوښه نوې موضوعګانې ور زیاتې کړي.
خبرپاڼه امریکایانو ته خبرداری ورکوي، که وضعیت دغه ډول دوام وکړي او امریکایان په صادقانه توګه خبرو ته وارد نهشي؛ دوی اړ دي تر هغو د سولې خبرې وځنډوي چې امریکایان د بېځایه فشارونو او تکتیکونو پر ځای د رښتینې سولې لهپاره ګام پورته کړي.
خبرپاڼه وایي، د طالبانو د خبرو پته معلومه ده او هغه د قطر سیاسي دفتر دی.
هاخوا بیا تېره ورځ د پاکستان یوې معتبرې ورځپاڼې اېکسپرېس تربیون په وروستیو کې د امریکا د یو چارواکي په حواله راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي اډو د ساتنې لهپاره له طالبانو سره ناندرۍ وهي او دغې ډلې ته د قناعت ورکولو هڅه کوي.
د راپور په یوه برخه کې راغلي چې د امريکا دوې مهمې همېشنۍ غوښتنې دا دي چې د افغانستان له خاورې به غرب او د هغوی ملاتړو ته زیان نه رسېدلو تضمین ورکول کېږي او د دې هېواد د پوځي اډو د تلپاتي والي هوکړه به کېږي.
اېکسپرېس تربیون لیکلي، سره لهدې چې طالبانو تل د غربي او امریکایي ځواکونو په وتلو ټینګار کړی؛ خو داسې ښکاري چې د متحده عربي اماراتو په غونډې کې یې د امریکا د دغو دوو وړاندیزونو پر وړاندې کوم غبرګون نهدی ښودلی او په یو ډول د هو سر یې ورسره خوځولی دی.
د سولې عالي شورا مرستیال ویاند اسدالله زایري له سلام وطندار سره په خبرو کې ویلي وو چې امریکا دغه ډول غوښتنې وړاندې کړي او هر تصمیم چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي؛ دوی یې ملاتړي دي.





