روښنايي غورځنګ: حکومت باید د تلې د ۶مې د لاریونوالو امنیت ټینګ کړي

د روښنايي غورځنګ د رهبرۍ غړي داود ناجي وویل، چې د دې لاریون د امنیت مسوولیت د حکومت پر غاړی دی.

د دې غورځنګ غړیو د ملګرو ملتونو له سیاسي نمایندګۍ او د غوڅ ماموریت له ځواکونو وغوښتل چې د لاریونوالو د امنیت په اړه پر حکومت فشار راوړي او د خپل نړیوال ماموریت چې د ډیموکراسۍ ملاتړ، بشر حقونه او د بیان ازادي ده؛ ترسره کړي.

د روښنايي غورځنګ د خلکو شورا د یوې خبرپاڼې په اورولو سره وايي، که چېرې راتلونکی لاریون د پيولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شي؛ دوی ته به د زغم وړ نه وي او ډېرې بدې پایلې به ولري.

په ورته وخت کې د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد سلام وطندار ته وویل، که چېرې لاریون د مدني حرکت په شان وشي؛ د پولیسو له خوا به ورسره د قانون په چوکاټ کې مرسته وشي.

د روښنايي غورځنګ د خلکو شورا د تلې ۶مه د روښنایي غورځنګ د نړیوال لاریون ورځ نومولې ده او وايي، چې هغوی د پراخو لاریونونو په توګه نړیوالې ټولنې ته وریادوي، چې دوی د یو داسې دولت اقتصادي او نظامی ملاتړ کوي، چې د یو شمېر هېوادوالو سره تبعیض کوي او د هغوی سوله ییز لاریون په تاوتریخوالي اړوي.

د روښنايي غورځنګ د خلکو شورا د مدني فعالانو د وړاندیزونو او یونما د منځګړيتوب پر بنسټ د حکومت او دې شورا ترمنځ د روغې جوړې په اړه د خبرو هرکلی کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام