یوسف نورستاني امريکا کې «د عامه پیسو د غلا» په تور په ۶ مياشتو کورني بند محکوم شو

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرپلټونکې اداره یا سیګار وايي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رييس احمد یوسف نورستاني د امریکا له عامه شتمنۍ د غلا په تور د امريکا د يوې محکمې له لوري په ۶ مياشتو کورني بند محکوم شوی دی.

 نوموړی به ۳ کلونو لپاره نظارت لاندې هم وي.

نورستاني د سوېلي کلیفورنیا محکمه کې منلې چې د ۲۰۱۵ کال جولای او د ۲۰۱۸ کال ډېسمبر میاشت کې د سفر او خپلې استوګنې په اړه دروغ ویلي او په ناقانونه توګه یې د امریکا د ټولنیزې خیرښېګڼې له بودیجې څه باندې سل زره ډالره ترلاسه کړي دي.

هغه په ناقانونه توګه له يادې اداراې ۲۷ زره ډالره اخيستي او له ۷۳ زره ډالره ډېر يې د درملنې لپاره لګول شوي دي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام