
د نورستان ولایت یو شمېر مدني فعالان او عادي نورستانيانو له حکومته وغوښتل، چې د دې ولایت ځای ناستی والي له دندې ګوښه کړي او پرځای یې د کار کس وګوماري.
دغو نورستانیانو او مدني فعالانو نن (چهارشنبه) په کابل کې د اعتراضیه غونډې په ترڅ کې تور ولګاوه، چې حافظ عبدالقیوم په نورستان کې دننه له مافیایي کړیو سره لاس لري.
د غونډې ګډونوالو ځینې کاغذونه وښودل او دعوه یې وکړه، چې دا د نورستان ځای ناستي والي د درغلیو او فساد په اړه لاسوندونه دي.
دوی له دولته وغوښتل، حافظ عبدالقیم له دندې لرې او پر ځای یې د کار وړ کس وګوماري.
د غونډې ګډونوال عطاالله حیران وویل، د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې د قرار داد شوي سړک له پاره پیسې ورکړل شوي، خو لاهم پرې کار نه دې پیل شوی.
حیران وايي، د دغه سړک د جوړلو له پاره دوه لکه ۶۲ زره ډالرو بودیجه منظوره شوې، چې د اسنادو له مخې یولک او لس زره ډالر یې حیف او میل شوي دي.
نوموړی وایي اوس دغه سړک په ۵۰ زره ډالرو قراردادي ته د جوړولو له پاره ورکړل شوی دی.
اعتراض کونکو وویل، که دولت د دوی غوښتنې ونه مني نو پراخ لارینونه به وکړي او خپل غږ به تر نړیوالو ورسوي.
له بلې خوا د نورستان ځای ناستی والي دغه تورونه رد کړل. دی وایي هغه کسان چې د نورستان ولایت مقام کې بې ځایه لاسوهنو ته نه پرېښودل کېږي؛ نو هغوی بیا داسې اعتراضیه غونډې کوي.
عبدالقیوم په ولسمشر غږ وکړ، چې د خلکو د ادعادو د سپیناوي له پاره دې یو پلاوی دې ولایت ته ورلېږي. دی وايي، که په چارو کې غبن شوی وي او د خلکو شکایت په حقه وي له دندې به استعفا ورکړي.
خو نورستانیانو په اعتراضیه غونډه کې وویل، که څه هم دوی ولسمشر ته خپل شکایت وړاندې کړي، خو بیا هم د نورستان وضیعت په هکله کوم ګام نه دی پورته شوی او له دوی سره تل توپیري چلند کیږي.
له دوو کلونو راهیسې نورستان د ځای ناستي والی له خوا اداره کېږي.





