حکیم مجاهد: طالبانو ته د سولې فرښتې خطاب د استاد رباني قول دی

څو ورځې وړاندې په یو تحقیقاتي مرکز کې د سولې عالي شورا غړي عبدالحکیم مجاهد د وسله‌والو طالبانو په اړه ځينې څرګندونې وکړې.

د ده له څرګندونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې تبصرې روانې شوې ګني ده طالبانو ته د سولې د فرښتو خطاب کړی دی.

له‌دې خبرو سره سم دواره تېره ورځ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه اعلامیه خپره کړه او په اعلامیه کې راغلي و، چې هیڅوک حق نه‌لري، څو وسله‌والو طالبانو ته د سولې د فرښتو خطاب وکړي، ځکه وسله‌وال طالبان د افغانانو وژونکي دي.

له هغه وروسته د حکومت اجرایه ریاست وویل، چې په همدې وجه د ملي وحدت حکومت مشرانو پريکړه کړې، چې عبدالحکیم مجاهد باید له دندې ګوښه شي.

سلام‌وطندار له عبدالحکیم مجاهد سره په‌دې تړاو اړیکه ونیوله او هغه ویلي، چې طالبانو ته د سولې فرښتو خطاب د هغه خبره نه، بلکې د استاد رباني قول دی.

تېره ورځ رسنیو عبدالحکیم مجاهد ته منسوب داسې لنډ غږ خپور کړی چې وایي طالبان د سولې فرښتې وې.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند امید میثم سلام وطندارته وويل، چې د حکومت مشرانو پریکړه کړې چې عبدالحیکم مجاهد د غیر مسوولانه او له سپکاوي ډکو څرګندونو له امله نور د سولې عالي شورا غړي په توګه دنده نه شي ترسره کولی.

خو عبدالحکیم مجاهد له سلام وطندار سره په تلیفوني اړیکه کې د سولې له عالي شورا دده ګوښه کیدو په اړه د ناخبرې په ښودلو سره وویل، چې طالبانو ته د سولې فرښتو خطاب د استاد رباني څرګندونې دي، نه د ده.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه، چې په خپله وینا کې د هیواد ۴۰ کلن تاریخ ته ګوته نیولې او زیاته يې کړه، چې په دغو کلونو کې کمونیستانو او مجاهدینو د افراط لار غوره کړې وه:

"طالبان هم چې راغلل مخکې له دې نه استاد رباني هغوی ته د سولې فرښتې ویلي وې، هغوی هم یو افراطي حرکت وکړ ويې نه شو کولی چې حکومت وکړي، ما نه وو ویلي  دا دې استاد رباني قول دی… هغه په مبارکه خوله ویلي وو چې د سولې فرښتې دي، بلکې له هغوی سره یې په میلیونونو افغانۍ مرسته کوله."

وموغوښتل چې په دې اړه د ارګ نظر هم ولرو، خو د ارګ ویاندویانو له څه ویلو ډډه وکړه.

پوښتنه دا ده چې ولې تراوسه ارګ د مجاهد ګوښه کیدو په اړه دریځ نه دی څرګند کړی. 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام