
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند ويلي چې تر اوسه پورې د بندیانو د خوشې کولو پروسه نه ده بشپړه شوې.
د ياد دفتر وياند محمد نعیم وردک په يوه ټوېټ کې ويلي، تر دې دمه د زندانیانو د خلاصون پروسه نه ده بشپړه شوې نو همدا چې دا پروسه بشپړه شي، مذاکرات به هم پيل شي.
د وردک په خبره اوس مهال د پاتې زندانیانو پر خوشې کولو کار روان دی.
نعیم وردک په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي چې د ملي امنيت شورا وايي، د طالبانو شپږ جنجالي بندیان قطر ته لېږل شوي دي او هلته به د طالبانو له لوري د بینالافغاني مذاکراتو تر بشپړېدو پورې تر نظارت لاندې وي.





