عطامحمد نور ډېر ژر له بلخه د استعفا په اړه پرېکړه کوي

د بلخ والي او د اسلامي جمعیت ګوند اجرایوي رییس وايي، چې ډېر ژر به د خپلو مشرانو او متحدانو په همغږۍ له بلخ ولایته د استعفا په اړه پرېکړه وکړي.

په وروستیو کې د ملي یووالي حکومت د اجرایوي رییس او د بلخ د والي عطامحمد نور ترمنځ ناندرۍ اوج ته رسېدلې دي. عطامحمد نور په ډاکټر عبدالله تور پورې کړی و، چې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې په پلي کولو کې پاتې راغلی.
هغه د استعفا ننني مراسم له ارګ سره د خبرو اترو د پیلولو پایله وګڼله. د بلخ د والي پر وینا، د استعفا یو دلیل له ولسمشر محمد اشرف غني سره د اسلامي جمعیت ګوند هوکړه‌لیک پلي کول دي، چې له مخکې نه لیکل شوې ده.

عطامحمد نور په راتلونکیو ټاکنو کې ګډون کول د خپلې استعفا د دلایلو نه یو هغه ګڼي.

عطامحمد نور یوه اوونۍ مخکې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم د درېیم تلین په مراسمو کې په تېرو ټاکنو کې د اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د ملاتړ پر بنسټ له خلکو بښنه وغوښته او هغه یې په «بې‌جراتۍ، ناتوانۍ او نورو» کړنو تورن کړ.

عبدالله عبدالله هم څو ورځې مخکې د نور خبرې نادیده وګڼلې.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام