
د فارياب د قیصار ولسوالۍ پخوانی قومندان نظامالدين قيصاري چې ۳ مياشتې وړاندې يې د امنيتي ځواکونو له لوري پر کور بريد وشو، له بلخ ولايته جوزجان ته تښتېدلی و، نن مخکې له غرمې بېرته د بلخ مزار شريف ښار ته تللی دی.
د قيصاري يو ساتونکی وايي چې قيصاري له خپلو جنګياليو او نظامي تجهيزاتو سره بلخ ته تللی دی.
د بلخ امنيې قومندان اجمل فایز سلاموطندا سره په خبرو کې دې ولايت ته د قيصاري بېرته راتګ تاييدوي؛ خو د بېرته تګ د موخې په اړه يې معلومات نه لري. تر اوسه معلومه نه ده چې قیصاري سره چا مرسته کړې ترڅو مزار شريف ته لاړ شي.
خو عبدالصبور محبي چې سلاموطندار سره خپل ځان د قیصاري د مطبوعاتو د برخې مسوول ګڼي وايي، قيصاري د خپلې کورنۍ ليدو لپاره بلخ ته تللی دی. نوموړی زياتوي، که ټاکل شوې وي چې دولت قيصاري ته دنده ورکړي نو خپله دنده به په سمه توګه سرته ورسوي.
ويل کېږي چې قیصاري له عبدالرشيد دوستم سره له سلامشورې پرته بلخ ته تللی دی. له دې وړاندې د بلخ امنيې قومندان قيصاري تورن ګڼلی و او ويل يې چې که ويې ويني نو و به يې نيسي.
په دې تړاو:
د قیصاري پلویانو د فاریاب ولایت ودانۍ ته اوراچولی
حکومت د نظامالدین قیصاري پرځای قیصار ته نوی امنیه قوماندان لېږلی
امنیتي ځواکونو قیصاري کلابند کړی

د روان کال د قوس مياشتې په وروستيو کې د بلخ پوليسو غوښتل چې نظامالدین قیصاري ونيسي؛ خو د نوموړي د ساتونکيو له لوري ورسره مقاومت وشو او په دې نښته کې قيصاري له بلخه جوزجان ته وتښتېد او په کې د قیصاري ۷ ساتونکي ووژل شول او دوه پوليس ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، د سیمهييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېګ او ځینې نور چارواکي د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه جوزجان ته لاړل او هلته يې وويل چې د نظامالدین قیصاري پر کور برید له همغږۍ پرته شوی و.
نظامالدین قیصاري کال وړاندې د زورواکۍ په تور د ځانګړیو ځواکونو لهخوا تر نیول کېدو وروسته کابل ته ولېږدول شو چې له بېرته خوشې کېدو سره سم مزار شريف ته لاړ.
نوموړی د ځمکو پر غصب او زورواکۍ تورن شوی دی.
په دې تړاو:





