
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلی چې دغه بنديان د ولسمشر غني د فرمان له مخې تېره ورځ د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام کې نیولو سره، د سولې او له کورونا ویروس سره د مبارزې د هڅو په توګه خوشې شوي دي.
تر دا امهاله د افغان حکومت له لوري د ازاد شويو طالب بندیانو شمېر ۶۴۸ تنو ته ورسېد.
د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ ټاکل شوې ۱۵۰۰ طالب بندیان سولې ته د رسېدو او کورونا ویروس سره د مبارزې په هدف له زندانونو خوشې شي.
دې سره طالبانو ویلي، تراوسه یې شپږو پړاوونو کې کندهار، لغمان او کندوز ولایتونو کې د افغان دولت ۱۱۲ زندانیان خوشې کړي دي.
خو افغان حکومت د ۱۰۶ زندانیانو خوشې کول تاییدوي او وايي، ډېری خوشې شوي کسان ملکيان دي.





