د اسیا زړه کنفرانس کې هند افغانستان ته د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

دا کنفرانس له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې او په افغانستان کې د ثبات او امن راوستلو د همکاریو په پار جوړ شوی دی.

په دې کنفرانس کې د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني او د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي په ګډون د ۴۰ نورو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون لري.

د اسیا زړه کنفرانس د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو  مشري کوي.

د دې کنفرانس پرانیسته د افغانستان او هندوستان د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا وشوه.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، چې د هندوستان هېواد مرستې او هر اړخیز ملاتړ د امنیت په راوستلو کې د پام وړ دی او په همدې پار یې افغان ولس منندوي کوي.

د ده په خبره، چې عمده تمرکز یې د فساد پر وړاندې جدي مبارزه ده او په دې برخه کې د بریالیتوب هڅې ګړندۍ شوې دي.

ده زیاته کړه، د دې له پاره، چې له هېوادونو سره اړیکې پیاوړې شي؛ دوامداره کار ته اړتیا ده او هېوادونه له بل سره د همکاریو په واسطه خپلو موخو ته رسېدلی شي.

افغان ولسمشر په اقتصادي او سیاسي برخو کې ورستیو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره نښلولی شي؛ خو دې موخې ته د رسېدو له پاره ګډو هڅو ته اړتیا ده او افغانستان باید د نورو په اوږو بار نه، بلکې پر ځان بسیا شي، چې په دې برخه کې د اسیا او نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا ده.

ده وویل، په پاکستان کې پوځي عملیاتو یو څه تغیرات راوستل؛ خو سره له دې چې په دوه اړخیزو اړیکو کې سره ښکېل یو؛ بیا یې هم له ترهګرو سره اړیکې کمې شوې نه دي، بلکې نورې هم ډېرې شوې دي.

ده له پاکستانه وغوښتل، چې له ترهګرۍ سره رښتني مبارزه وکړي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، چې د تاوتریخوالي او ترهګرۍ سره په مبارزه کې په اسیا کې د یو غریب هېواد په حیث ضروري ده، داسې همغږي ترسره شي، چې د ترهګرۍ مخه ونیسي. ده زیاته کړه، چې د اسلامي هېوادونو په کچه یو پلان ته اړتیا لرو او د اړیکو د پراخېدلو له پاره باید کار وشي او په دې برخه کې مو ډېرې قربانیانې ورکړي او تر خپلې وسې هڅه شوې، چې مخه یې ونیول شي.

ده وویل، چې د هندوستان مرستې د پام وړ دي او د سولې په وروستیو کې د هند مرسته ډېره مهمه ده.

دغه راز د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم له افغانستان سره د خپلو هر اړخیزو مرستو د دوام ترڅنګ وویل، چې دوی له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کې هر اړخیزې اړیکې لري او د سولې په برخه کې به ورسره مرسته وکړي.

مودي د افغانستان موقعیت او ستونزو ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان په سيمه کې یو ښه موقعیت لري او په سوداګریزو او نورو برخو کې ډېر هېوادونه سره نښلولی شي.

ده له افغانستان سره د ښوو همکاریو د غوښتلو تر څنګ زیاته کړه، ټول هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې د راوستلو او ترهګرۍ سره د مبارزې او اقتصادي ودې په برخه کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

د هند لومړي وزیر وویل، چې ترورېزم د افغانستان سیاسي او اقتصادي پرمختګونه له خنډ سره مخ کړي دي او د دې کنفرانس موخه دا ده، چې په افغانستان کې د ثبات له پاره کار وشي.

د ده پر وینا، د اسیا زړه هېوادونه مسوولیت لري، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د ځپلو له پاره لاسونه سره یو کړي او هڅه وکړي، چې په دې هېواد کې د پانګونې تر څنګ د ترهګرو په ځپلو کې مرسته وکړي، چې نورو هېوادونو ته پراختیا پيدا نه کړي.

ده وویل، چې تل به له افغانستان سره ولاړ وي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي. ده په نورو هېوادونو غږ وکړ، چې له افغانستان سره مرستو ته رامخکې شي او په یو سوله‌ییز هېواد یې بدل کړي.

بل خوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د کنفرانس په پرانستغونډه کې وویل، چې افغانستان غواړي د سيمې له هېوادونو سره هر اړخیزه همکاري ولري او په سيمه کې د ثبات په اړه رښتنې ګامونه پورته شي.

ده زیاته کړه، دلته به هغه مسوده وړاندې کړي، چې په تېر اوکتوبر کې په پاکستان کې د ترکیې په مرسته جوړه شوې وه.

ده په ازبکستان، قزاقستان او د سيمې په نورو هېوادونو غږ وکړ، چې په دې سازمان کې ګډون وکړي.

دغه راز د پاکستان په بهرنیو چارو کې د لومړي وزیر سلاکار او د فېدراتيفي روسیې، چین، ترکیې او د سيمې د شاوخوا ۱۴ هېوادونو استازیو ګډون کړی دی. افغانستان، پاکستان، اذربايجان، چين، هند، ايران، قزاقستان، قرغزستان، روسيه، سعودي عربستان، تاجکستان، ترکيه، ترکمنستان او متحده عربي امارت د دغه کنفرانس غړي دي.

دا کنفرانس لومړی ځل د افغانستان او ترکيې په غوښتنه په ۲۰۱۱ م ز کال کې جوړ شو، چې له هغه مهال هر کال په يو له دغو هېوادونو کې جوړېږي.

تېر کال دغه کنفرانس د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام