
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود د مجاهدینو د بریا ۲۵ کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، چې اوسنی حکومت هېڅ ډول مشروعیت نهلری.
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود وروسته له هغې دا څرګندونې کوي، چې په خپلو چارو کې د نه بریالیتوب پهپار د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري له دندې ګوښه شو.
مسعود پر ولسمشرغني او د هغه پر اوسنۍ پالیسۍ کلکې نیوکې وکړې او اوسنی حکومت يي د ولس په تاوان وګڼلو.
ده پهدې غونډه کې د خپلې استعفا علان هم وکړ او له حکومت سره يي پرېکون اعلان کړ.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي سلام وطندار ته وویل، چې د افغانستان اساسي قانون هر شخص ته اجازه ورکړېده، چې د نظام په اړه څرګندونې وکړي. د مرتضوي پر وینا، ولسمشر د خلکو په رایو قدرت ته رسېدلی دی او د اساسي قانون لهمخې یې د ولسمشرۍ موده معلومه ده.
دا غونډه ۸ د ثور لهپاره جوړه شوې؛ پهداسې حال کې چې احمد ضیا مسعود د دې ورځې د مناسبت پر ځای د خپل موقف او استعفا په اړه وغږېد.
په افغانستان کې هر کال د ثور اتمه نېټه پر پلازمېنې کابل سربېره په ولایتونو کې هم د مجاهدینو او د دوی د پلویانو لهخوا د بریا په ویاړ نمانځل کېږي. اخوا بیا ځېنې شنونکي او زیانمن شوي افغانان ۷ او ۸ یو بل پسې د افغان غمیزې ورځې ګڼي.





