.jpg)
د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد سلاموطندار ته وویل، چې د هوکړهلیک په هکله د ولسمشر محمد اشرف غني او عطامحمد نور ترمنځ خبرې روانې دي.
خو پر وینا يې د بلخ د والي په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو فرمان صادرول د ولسمشر د ښه نیت ښکارندويي کوي.
نوموړي زیاته کړه، ستونزې هم اوس پای ته رسیدلي، چې پخوا د ولسمشر محمد اشرف غني او عطامحمد نور ترمنځ رامنځته شوې وي.
منیر فرهاد وایي، ښايي د نوي کال په لومړۍ نېټه ځینو دولتي چارواکو لهخوا د بلخ والي په رسمي توګه معرفي شي.
د چارو څېړونکي هم د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د ولسمشر دا کار یو ښه او پرځای ګام بولي.

د سیاسي چارو کارپوه طوفان وزیري وایي، چې په سیاست کې نیوکې یا دواک پر سر چنې وهل یو عامه خبره ده او د ولسمشردا کار پرځای و، ځکه هم ولسمشرغواړي چې په سیاسي ډګر واکمن وي او هم عطامحمد نور غواړي چې په جمعیت او حکومتې دستګاه کې خپل ځای وساتي.
د چارو بل څېړونکی اکبرجان فولاد بیا وایي، چې اوسمهال په افغانستان کې حاکمیت ډلو ټپلو ګرو کړي او ددې فرهنګ د لهمنځه وړلو لهپاره وخت ته اړتیا ده، خو دا یو مثبت کار دی چې ولسمشر نور بېرته د بلخ د والي په توګه وټاکه.
نوموړي زیاته کړه: "په دې باوري یم، چې عطامحمد نور به له ولسمشرسره په څنګ کې وي او پهدې سره به اصلاحاتو ته لاره خلاصه شي او هغه څوک، چې تر دې دمه د اصلاحاتو پروړاندی کلک ولاړ و هغه به نور په دوو ډلو تقسیم کېږي او کله چې په دوو ډلو تقسیم شي بیا حکومت کولای شي اصلاحات پلې کړېي".
تر دې وړاندې عطامحمد نور ویلي و، چې د جمعیت اسلامي د ګوند په استازیتوب له ولسمشر سره خبرې کړي او غواړي، چې د دې ګوند د غړیو لهپاره په حکومت کې امتیازات ترلاسه کړي، خو د دې ګوند یو شمیرغړیو بیا ویلي و، چې نور د دوی استازیتوب نهشي کولی.





