
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، افغانان بايد د سولې له فرصته ګټه واخلي. د سپينې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ټینګار کړی، که چېرې طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړي واشنګټن به د جګړې پای ته رسولو او د امریکايي ځواکونو ايستو لپاره غښتلې لاره ولري.
ټاکل شوې نن په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي. د سپينې ماڼۍ اعلامیه کې طالبانو سره د سولې هوکړه افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره مهم ګام بلل شوی دی.
دوی غواړي چې د نن ورځې د سولې هوکړه افغانستان کې د دایمي اوربند لامل شي.
ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د امریکا له اړخه به ژر د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو طالب استازيو سره دا تړون لاسلیک کړي.

یاد تړون افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو له یوې اونۍ وروسته طالبانو سره لاسلیکېږي او افغانستان کې یې د ۱۸ کلنې جګړې ختمېدو لپاره د خلکو هیلې ډېرې کړې دي.
د يادې هوکړې د لاسليک پر مهال به شاوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او ځانګړي استازي ګډون وکړي.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، د امریکا دفاع وزیر مارک سپر او د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ به نن کابل ته راشي او قطر کې به د سولې تړون له مراسمو سره هممهاله افغان دولت سره د نړیوالې ټولنې د ژمنو او ملاتړ ګډه اعلامیه صادره کړي.
په دې تړاو:
سباته به کابل، امريکا او ناټو ګډه اعلاميه خپره کړي
د اورکم اوونۍ؛ ۱۴ وژل شوي او ۴۴ ټپيان دي





