
د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه نن( د حوت ۱۰، شنبه) د قطر په دوحه کې لاسليک شوه. د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د امريکا له لوري زلمي خلیلزاد او د طالبانو له لوري ملا برادر لاسليک کړه.
د دې هوکړې جزيات تر اوسه نه دي خپاره شوي.
په دې مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو شاهد په توګه حضور درلود.
په دې مراسمو کې چې لږه شېبه وړاندې پای ته ورسېدل د دېرشو هېوادونو استازيو او نړيوالو شريکانو ګډون درلود.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير د سولې د هوکړې له لاسليک نه وړاندې وويل چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پرېکولو په اړه هوکړه کړې ده. پمپيو زياته کړه، که طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، دوی به د هوکړې له مخې له افغانستان خپل سرتېري وباسي.
نوموړي ټينګار وکړ چې افغانستان دې بيا د ترهګرو ډلو په ځالې نه بدلېږي.
مایک پمپيو له افغان حکومته وغوښتل چې بينالافغاني مذاکراتو لپاره د پلاوي له جوړېدو ډاډ ورکړي.
د سولې د هوکړې د لاسليک په مراسمو کې د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبداالغني برادر وويل چې طالبان د سولې په راوستو کې ژمن دي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو سره، هېواد ته سوله راشي.





