کمېسیون راروانه دوشنبه د اعتبارپاڼې له‌پاره ضرب‌الاجل وټاکلو

د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن په کابل کې یو خبرې غونډې کې د ټاکنو د څار له‌پاره رارونې دوشنبې پورې د اعتبارپاڼې د اخېستلو ضرب‌الاجل وټاکلو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند حفیظ‌الله هاشمي وايي چې د سیاسي ګوندونو په ګډون تر اوسه ۵۳ بنسټونو له ټاکنو نه د څار په پار اعتبارپاڼې اخېستې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند ټینګار کوي، چې د میزان په ۲۸مه د ټاکنو ترسره کولو له‌پاره ټول چمتووالی نیول شوی او د ټاکنو ځنډول یوازې یوه اوازه ده.

ښاغلی هاشمي وايي، کمېسیون د رایو ورکولو بهیر چټکووالي د وخت له ضایع کېدو د مخنیوي له‌پاره پرېکړه کړې چې رایه‌ورکوونکي د رایه‌ورکولو پرمهال د مبایلونو لېږدولو حق نه‌لري.

د ټاکنو کمېسیون ویاند د امنیت ستونزه د دې کمېسیون له اندېښنو څخه بولي او دې برخه کې امنیتي بنسټونو او افغان‌ښاریانو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

هاخوا د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید سلام‌وطندار ته وايي، پر ټاکنو څار بنسټونه دغه بهیر کې د شفافیت له نه تامینېدو اندېښنه څرګندوي.

د ښاغلي رشید په وینا، سره له‌دې چې سیاسي ګوندونه له ټاکنو څخه د څارنې په برخه کې پوره جدیت ښيي؛ خو زیاترو یې تراوسه پورې اعتبار پاڼې نه‌دي اخېستي.

د ولسي جرګې ټاکنو ترسره کېدو ته ۱۰ ورځې پاتې دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې هم نوی رنګ خپلوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام