
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د روانې جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې تاوتریخوالی کم او د سولې پر راتلو خپل تمرکز وکړي.
دغه سازمان پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتېدو سره د ملکیانو مرګژوبله زیاته شوې او اوس اړتیا ده چې دواړه لوري د اوربند او تلپاتې سولې لپاره خپله وړتیا وښيي.
د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي یوسف بن احمدالعثیمین د سولې په برخه کې د شویو پرمختګونو هرکلی کړی او له افغانانو یې غوښتي چې د افغانانو په وسیله او رهبري سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د دیني عالمانو د پرېکړهلیکونو او خبرپاڼو پر بنسټ هڅې وکړې.
نوموړي د افغانانو په مشري د سولې پروسې د ملاتړ ترڅنګ، هیلهمندي ښودلې چې د سولې اوسنۍ هڅې به په افغانستان کې د امنیت، ثبات، پر ځان بسیاینې او پرمختګ لامل شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي همکاریو سازمان د خبرپاڼې د هرکلي ترڅنګ، هغه د سولې پروسې د ملاتړ لپاره مهمه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې کابل نن مازدیګر د شاوخوا ۲۰ سیمهییزو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د ګډې غونډې کوربه وي.
دا غونډه د سولې پروسې په اړه د سیمهييزې اجماع د پیاوړتیا لپاره جوړېږي.
دغه راز ټاکل شوې دوه نورې غونډې د سهشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغان سولې په تړاو د بهرنیو هېوادونو په ګډون جوړې شي.





