
د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار د یکشنبې پر سهار جلال اباد کې په دولتي کچه د هغه راغلاست ته جوړې شوې لویې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، چې تر اوسه یې حکومت کې د شاملېدو پرېکړه نهده کړې او د سولې د لاسلیک شوي هوکړهلیک په مواردو کې یې د مشارکت شرط نهدی وړاندې کړی.
دی وايي، په حکومتي کچه د هېڅ څوکۍ نیولو لېوالتیا نهلري؛ خو په امنیت راوستلو کې به له دولت سره په تمامه معنا مرسته وکړي.
ګلبدین حکمتیار د وسلهوالو طالبانو د هغه پېغور په ځواب کې چې ولې يې له حکومت سره سوله وکړه؛ وویل، چې د وسلهوالو طالبانو له امله امریکا افغانستان ته راغلې او اوس هم د طالبانو له امله دلته پاتې ده.
د حزب اسلامي مشر همدارنګه د طالبانو لهخوا د کندوز نیول له خپلې یوې پخوانۍ پېښې سره تشبېه که: «زه اعتراف کوم، چې موږ د ننګرهار د نیولو غلطي شوې، چې دا یوه تېروتنه وه او تاسې هم د کندوز په نیولو کې لویه تېروتنه کړې، تاریخ به یې ثبت کړي، لویه غلطي.»

هغه وویل، طالبان په هېڅ قیمت د ښارونو نیول او د خلکو وژل نهشي توجیه کولی.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار داعش د وسلهوالو طالبانو یوه جلا شوې ډله ګڼي؛ خو دا د پوښتنې وړ ګڼي، چې ولې د طالبانو سترې ډلې نه په نښه کېږي او په اچین کې بیا د داعش پر یو کوچني مرکز د بمونو مور غورځول کېږي.
هغه د ملي یووالي حکومت پر مشرانو غږ وکړ، چې د روانو بدو حالاتو او بدبختیو د پای ته رسېدو په پار په شرافتمندانه توګه یو مشر خپله څوکۍ پرېږدي.
د حزب اسلامي مشر په غونډه کې د ښځو په کم ګډون نیوکه وکړه او زیاته یې کړه، له بدهمرغه چې په نننۍ غونډه کې ښځې په نشت حساب دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دولتي ادارې دې ملي بڼه خپله کړي او له قومپالنې دې راوویستل شي؛ په ټولو جوړښتونو کې دې د اهلیت پر اساس په عادلانه ډول ملت ترسیم شي.
د ولسي وګړیو د هغو اندېښنو په ځواب کې چې ګواکې حزب اسلامي به د مېرمنو له حقونو سرغړاوی کوي؛ ښاغلي حکمتیار وویل، په ټوله معنا د مېرمنو له حقونو په کلکه دفاع کوي.
د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش په دولتي کچه ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل، حزب اسلامي سره د سولې هوکړهلیک لاسلیکول اسانه کار نهو، بلکې کورنیو او بهرنیو کړیو کوښښ کولو، چې د دغه هوکړهلیک پر وړاندې خنډونه پیدا کړي.
هغه وویل، اوس هم ښکاره او پټ لاسونه شته، چې تعصبونو ته لمن وهي او ملي یووالی زیانمنوي.
د ولسمشر دویم مرستیال دانش له ټولو وسلهوالو داخلي ډلو وغوښتل، چې ټوپک پر ځمکه کېږدي.
په ورته وخت کې د بشري حقونو مسوولان وايي، چې د هر مخالف سره د سولې خبرو اترو له هوکړې وروسته د هغه د راتګ پر مهال باید د خلکو حقوقو ته درناوی وشي او د هغوی حقوق باید خوندي شي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې سیما ثمر وویل، افغانان حق لري، چې ژوند وکړي او د معافیت فرهنګ باید خوندي شي او هر چا چې په افغانانو ظلم کړی؛ سزا یې باید وویني.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د خپلو ننیو څرګندونو پر مهال دا هم وویل، چې د امریکا او ملګرو ملتونو له تور لسته د وتلو غوښتنه هغه نهده کړې، بلکې په خبره یې دا د حکومت غوښتنه وه.





