په کابینه کې نوي بدلونونه سیاسي پرېکړه ده

د ملي یووالي حکومت اجرایوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډې کې ویلي چې د کابیني په کچ ټول نوي بدلونونه او ګومارنې سیاسي پرېکړې دي.

د ده په خبره، اوسمهال چې ځېنې ګورمارنې کېږي، له سیاسي پرېکړو پرته هېڅ نه‌دي.

د ښاغلي عبدالله په خبره، د وزیرانو له سلب صلاحیت نه مخکې له هغوی سره د ګوښه کېدو موضوع نه شریکېږي او د نویو کسانو له ګورمارنې هم په خوالو رسنیو کې خبرېږي.

د اجرایوي رییس په وینا، د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو ته یو ډول زمینه برابره شوې‌ده او د کمپاین له‌پاره باید له دولتي امکاناتو نه ګټنه ونه‌کړي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي چې د ولسمشر له لوري ټول شوي اقدامات د اساسي قانون مطابق دي.

تېره اوونۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د لوړو زده‌کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري له دندو ګوښه او پرځای یې فهمیم هاشمي او عبدالتواب بالاکرزی سرپرستان شول.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام