لطیف پدرام: که غوښتنې مو ونه‌منل شي؛ کورنۍ جګړه به پیل شي

د ولسي جرګې غړي لطیف پدرام نن د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د خپلو پلویانو او هویت غوښتنې اعتراض په غونډه کې وویل، که د حکومت له‌خوا د خلکو مدني غوښتنې ونه‌منل شي؛ کورنۍ جګړه به پيل شي.

لطیف پدرام وايي، په شمال کې یې د نظامي اډو جوړولو په اړه مشورې يپل کړي دي. هغه خبرداری ورکوي چې د وضعیت په دوام سره به د افغانستان شمال جلا او د خپلواکۍ اعلان به یې وکړي. نوموړی، له ټولو هغو سرتېرو چې پښتانه نه دي؛ ترې غواړي چې د ولسمشر غني په امر جګړه ونه‌کړي.

پدرام د افغانستان د ستونزو حل لاره ملي اجماع ګني او وايي، که حکومت قومي جنجالونو ته دوام ورکړي؛ دوی د افغانستان د نوم بدون ټاکڼه رامخکې کوي: «خراسان نوم د افغانستان ټول قومونه رانغاړي، ځکه چې نور قومونه له پښتون ټبر نه زیات دي؛ له دې کبله د افغانستان له‌پاره د خراسان نوم غوره دی.»

لطیف پدرام وايي، د ملي یووالي حکومت ظالم دی. وايي، پر نورو قومونو د بل هغه قوم هویت تپلو زغم موجود نه دی او خلک یې پر وړاندې درېږي.

د تخار ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، که د خلکو غوښتنې ونه‌منل شي؛ وسلې ترلاسه کولو او جګړې ته چمتوو دي.

 

د تخار ولایت پخوانی امنیې قوماندان او جنبش مهم غړی خیرمحمد تېمور په دې غونډه کې وویل، حکومت هڅه کوي نور قومونه له واکه لېرې کړي، خو خلک به داسې چارو ته اجازه ورنه‌کړي.

تېمور وايي، خلکو د وینو په بیې خپلواکي ګټلې او «هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې د یوې فاشیستې ډلې له‌خوا تحقیر او توحین شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه‌حسین مرتضوي د دغو خبرو په ځواب کې وايي، پدرام د افغانستان د نورو قومونو استازیتوب کولی نه‌شي او دا چې سرتېري د چا په امر جګړه وکړي او جګړه ونه‌کړي د ملي موضوع ده او یو کس پرېکړه نه‌شي کولی.

د ولسمشر غني له‌خوا د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بهیر سره‌سم د پنجشېر، پروان، تخار، بلخ او بدخشانو ولایتونو یوشمېر خلکو په برېښنايي پېژندپاڼه کې د ملت په توګه د افغان کلمي له راوړل سره مخالفت څرګند کړ.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام