شنونکي: امریکا او ځینې کورنۍ کړۍ د سولې پروسه ځنډوي

سره له دې چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرې ورځې راهیسې په کابل کې افغان چارواکیو ته د سولې خبرو په تړاو وروستي مالومات ورکوي، خو د چارو یوشمېر شنونکي وایي، په کابل کې ځینې کړۍ او امریکایان غواړي د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک وځنډېږي.

د چارو شنونکي فیض‌محمد ځلاند سلاموطندار ته ویلي، طالبانو په وار وار د سولې هوکړه‌لیک لاسلیک ته چمتووالی ښودلی، خو په کابل کې ځینې کړۍ چې د جګړې په دوام کې یې ګټې دي، په بېلابېلو پلمو خنډ جوړوي او د بین‌الافغاني خبرو لپاره د پلاوي پر ګومارلو نه سره جوړېږي.

د نوموړي په وینا، امریکایان هم د دغه هوکړه‌لیک په ژر لاسلیکولو کې خنډ رامنځته کوي.

یو پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم‌الدین وایي، کله چې طالبان د سولې هوکړې لاسلیک ته چمتو شي، د امریکا له‌خوا نوي شرطونه او وړاندیزونه وشي او همدا لامل دی چې د سولې هوکړه ځنډول کېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم تېره ورځ ځینو رسنیو ته ویلي و چې د امریکا تازه غوښتنې په سولې پروسه کې د ځنډ لامل شوې دي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري سلاموطندار ته وویل، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له ولسمشر، اجراییه رییس او نورو چارواکیو سره د لیدو پر مهال ویلي چې د سولې په خبرو کې کوم نوی پرمختګ نه دی شوی.

افغان حکومت په وار وار ویلي چې د بین‌الافغاني خبرو لپاره یې د پلاوي نوملړ چمتو کړی او د خبرو له پیل سره سم به یې اعلان کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په ځینو امریکایي رسنیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې یوشمېر پخوانیو امریکایي جنرالانو په یوه ګډه غونډه کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې خبرو پر پیل او پایلو بحثونه کړي او د سولې روانې خبرې یې د امریکا او سیمې په ګټه نه دي بللي.

اړوند مطالب:

د خلیلزاد او غني ليدنه: له طالبانو سره د سولې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی

خلیلزاد د افغانستان سولې په اړه خبرو اترو لپاره پاکستان تللی

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام