ولسمشريزې ټاکنې به د راتلونکي کال وري میاشتې په ۳۱مه وشي

په ټاکنو خپلواک کمېسیون کې یوه سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط وايي، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې به د ۱۳۹۸ ل کال د وري میاشتې په ۳۱مه نېټه وشي.

ټاکل شوې یاد کمېسیون د چهارشنبې ورځ د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو نېټه اعلان کړي.

که څه  هم د ملي یووالي حکومت ځینې منتقدین باور لري چې د حکومت مشران د ولسمشریزو ټاکنو کولو له‌پاره اراده نه‌لري، خو داسې ښکاري چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړه به په دې برخه کې شته ګنګوسې کمې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټې مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم وايي، له مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او پر ټاکنو د څار بنسټونو سره تر مشورې وروسته یې د ولسمشریزو او ولایتي شوراګانو ټاکنو نېټه مشخصه کړې او د چهارشنبې ورځ به یې اعلان کړي.

بله‌خوا پر ټاکنو د څار بنسټونه نیوکه کوي چې کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو مهال‌وېش عملي کړی نه‌دی او په دې ملي پروسه کې یې خلکو ته د ګډون لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړي نه‌دي.

د فیفا اجرايوي رییس یوسف رشید وايي، د ټاکنو کمېسیون تر ارزونې او تدبیر پرته د حکومت سیاسي فشارونو قرباني کېږي.

نوموړی زیاتوي، د ولسمشریزو ټاکنو نېټې اعلان د کمېسیون لومړیتوب نه دی؛ ځکه د قانون له  مخې ۶ میاشتې مخکې د یادو ټاکنو نېټه اعلانېدلی شي، خو دا کار یې له سیاسي فشارونو څخه د حکومت ژغورلو له‌پاره کړی دی.

د رشید په وینا، د ټاکنو کمېسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټې تر اعلان مخکې خپل عملي او عیني امکانات سنجولي وای. د ده په باور، اوس به د ټاکنو کمېسیون د یادو ټاکنو مدیریت کولو پرمهال له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام