«د څوکۍ لپاره د بل په واک کې شریکېدل نامعقوله موخه ده»

د جمعیت ګوند سرپرست صلاح‌الدین رباني نن په کابل کې د افغانستان د علماوو شورا پخواني رییس مولوي قیام‌الدین کشاف د کار کړنو د ستاینې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې د وزارت، سفارت یا معینیت ترلاسه کولو په موخه د بل چا په واک کې ځان شریکول یوه کوچنۍ او نامعقوله موخه ده.

د رباني په وینا، د ګوندونو اصلي موخه د بل په واک کې ځان شریکول نه، بلکې د سیاسي واک ترلاسه کول دي.

صلاح‌الدین رباني په اوسني حکومت کې د ونډې له اخیستونکو کسانو پوښتنه کوي چې که د حکومت د مشروعیت بنسټ ټاکنې وي، نو د ارګ او سپېدار ترمنځ سیاسي هوکړه د څه لپاره وه. رباني اوسنی حکومت نامشروع او له یوې سیاسي هوکړې راوتلی بولي.

رباني زیاته کړه، جمعیت ګوند به تر هر ډول فشار او دسیسو لاندې اعتدال له پامه ونه غورځوي او تل به د واک په ډګر کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د یاد ګوند ګڼ‌شمېر مخکښو مشرانو د ګوند د اجرایوي رییس عطامحمد نور په کور کې د صلاح‌الدین رباني له مشري سره مخالفت وکړ او د هغه پر ځای یې بل کس د جمعیت ګوند لنډمهالی مشر وټاکه. صلاح الدین رباني دغه کار دسیسه وګڼله او ټینګار کوي چې دی د جمعیت ګوند مشر دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام