شنونکي: سیاستوال غواړي امنیتي بنسټونه په خپل واک کې وساتي

له پاکستان څخه د ولسمشر تر راتلو او د ملي امنیت رییس رحمت الله نبیل استعفا وروسته د ګاونډي هیوادونو له خوا د حکومت په کلیدي پوستو کې د ګومارلو او لرې کولو په اړه شکونه زیات شوي دي.

د سیاسي چارو شنونکي جاوید کوهستاني سلام وطندار ته وویل، چې د امنیتي بنسټونو غیر سیاسي کولو شعارونه یو تبلیغ او اوزاې او عملي کول یې نا شونې دي.

د کوهستاني پر وینا، سیاستوال په لوی لاس غواړي امنیتي بنسټونه تر خپل کنترول لاندې وساتي، ترڅو وکولی شي خپل ليدلوري د ځينو امنيتي کړيو په واسطه اجرا کړي.

په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل هم باوري دی، چې نه ښایي له امنیتي بنسټونو سره سیاسي چلند وشي.

امرخیل سلام وطندار سره په اړیکه کې وویل، د هیواد په امنیتي بنسټونو کې داسې کسان دي، چې د پردیو ګټو له پاره کار کوي چې دا کړنه یې د سیاسي تضادونو لامل شوې.

د سیاسي چارو دغه شنونکي زیاته کړه، چې د ملي یووالي حکومت له دوو سیاسي لورو څخه جوړ شوی، نو ځکه خو دده په وینا په زیاتره ګومارنو او ګوښه کولو کې سیاسي او سلیقوي چلند کیږي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ خبري غونډې ته وویل، چې هر هغه څوک چې د افغان دولت د لوړ پوړو چارواکو په مقررولو کې د لاسوهنې فکر لري، نو د سلو کلونو جګړې له پاره دې چمتو والی ونیسي.

له دې ټولو سره ځینې شنونکي وایي، د ملي یووالي حکومت له مشرانو تمه کیږي، چې امنیتي بنسټونه د سمتي او سیاسي سیالو پر ډګر بدل نه کړي او امنیتي دستګاوې باید له سیاسي لوبو څخه لري وساتل شي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام