د جان‌بس وروستی پيغام؛ افغانان دې يو بل ته لاس ورکړي

په کابل کې د امريکا پخواني سفير جان‌بس پر خپله ټوېټر پاڼه هيله‌مندي څرګنده کړې چې افغانان او رهبران يې بايد متحد شي ترڅو ځواکمن شي.

نوموړي ليکلي، افغانان دې خپلمنځي اختلافات غاړې ته کړي او طالبانو سره دې يوې سياسي هوکړې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

جان‌بس زياته کړې، د ۲۰۱۸ کال د اختر په درې ورځو کې اوربند کې افغانانو وليدل چې د دواړو خواوو لپاره دا ممکنه وه چې تاوتریخوالی ودروي.

نوموړی له ۲۰۱۷ کال راهيسې په افغانستان کې د امريکا سفير په توګه دنده سرته ورسوله چې مخکې له دې په ترکيې او جورجيا کې د امريکا د سفير په توګه پاتې شوی و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام