
د حکومت په استازولۍ د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد او د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي یو پلاوي پر مشرۍ د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره خبرې روانې کړېدي.
یوې باوري سرچینې سلام وطندار ته ویلي چې له مرکزي حکومته تللي پلاوي لومړی د بلخ له اوسني والي محمداسحاق رهګذر سره لیدلي او بیا یې د بندو دروازو تر شا خبرې پیل کړي.
ویل کېږي چې په روانو خبرو کې تر اوسه د بلخ پخواني والي له خپل دریځه شاتګ نهدی کړی او خبرې تر اوسه روانې دي.
نن سهار د بلخ ولایتي شورا رییس ډاکټر محمدافضل حدید له سلام وطندار سره په مرکه کې خوشبیني څرګنده کړه چې دا خبرې به مثبته پایله ولري.
وړمه شپه ناوخته مهال د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ لهپاره د عبدالرقیب مبارز له ټاکو سره سملاسي عطامحمد نور د خبرپاڼې په خپرولو سره دې ټاکنې پر وړاندې غبرګون وښود او د مزارشریف له دولتي ادارو، ښاریانو او سوداګرو وغوښتل چې د ځانيامنیت په پار د پنجشنبې ورځ رخصت وکړي. پرون (پنجشنبې) په مزارشریف کې د بلخ د پخواني والي د ملېشو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې د ۱۰نظامیانو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شول او امنیه قوماندان معرفي شو.
نن د جمعې په ورځ د مزارشریف ښار وضعیت عادي حالت ته ګرځېدلی؛ خو لا هم ملياردو، پولیس او د ملي امنیت ځواکونه په کوڅو او واټونو کې مستقر دي.
ورته مطالب:
بلخ کې د امنیتي ځواکونو او عطامحمد نور د پلویانو ترمنځ نښتې
د بلخ د نښتو په اړه د اتمر غبرګون؛ د حکومت پرېکړه سیاسي ـ انتخاباتي ده





