پاکستان د کابل وروستیو بریدونو په اړه څېړنه کوي

د تهمینه جنجوا په مشري یو پاکستاني پلاوی نن کابل ته راغلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وویل، دغه پلاوی د کابل ـ اسلام‌اباد اړیکو پیاوړي کولو په موخه افغانستان ته راغلی دی.

ښاغلی مستغني وايي، راغلي پلاوي په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په اړه اسلام‌اباد ته د افغان پلاوي له‌خوا د ورکړل شویو اسناد هرکلی کړی او وايي، هېواد یې په دې برخه کې څېړنې پیل کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې تهمینه جنجوا ویلي دي، د یو بل د ملامتولو پرځای باید کابل ـ اسلام‌اباد باید عیني همکاري ولري.

تېره ورځ ولسمشر غني له اسلام‌اباد څخه وغوښتل، چې په پاکستان کې دې د طالبانو پټن ځایونه ویجاړ کړي.

غني دغه راز پاکستانیو چارواکیو سره د ترهګرو نوملړ او د هغوی د مرکزونو په برخه کې د یو منظم لېست وړاندې کولو ته په اشارې وویل، چې د طالبانو مرکز په پاکستان کې دی او هغه حکومت باید په دې برخه کې پرېکړه وکړي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام