
د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم سلام وطندار سره د خبرو پرمهال وویل، چې د اوسني نظام په داخل کې ځينې داسې کړۍ شته، چې نه غواړي د سولې خبرې اترې بریالۍ شي.
نوموړي زیاته کړه، په نظام کې مشخصې څېرې دي، چې د سولې خبرو اترو پرمخ خنډونه جوړوي او د ناکامۍ هڅې يې کوي.
امین کریم په نظام کې د دغو اشخاصو نوم وا نه خیست، خو اندېښنه يې څرګنده کړه، چې که حکومت په دې اړه جدي پام و نه کړي، نو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د افغان حکومت خبرې اترې به له ستونزو سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نوموړي څو ورځې وړاندې هم سلام وطندار ته ویلي و، چې د سولې په اړه درېيم پړاو خبرې اترې به هم ډېر ژر پېل شي.
کریم امین زیاته کړې وه، چې د درې اونیو په ترڅ کې یې د سولې له عالي شورا سره دوه ځلې رسمي مذاکرات کړي دي.
هغه مهال کریم زیاته کړې وه، چې د يادې شورا سره د نظام په جوړښت، راتلونکي نظام، سیاسي جوړښت، د ټاکنو تر سره کول او د عدالت ټینګښت هوکړې ته رسېدلي دي او په دې برخه کې یو سند هم جوړ شوی دی.
کریم ویلي و، چې د تېرې پنجشنې (اپرېل ۷) په مذاکراتو کې ډېر پرمختګ شوی دی او د دغو مذاکراتو په نتیجه کې یو سند جوړ شوی، چې دغه سند د دواړو لوریو تر مطالعې لاندی دی.

هغه سلام وطندار سره د ځانګړې مرکې پرمهال زیاته کړې، د حزب اسلامي چارواکي داسې فکر کاوه، چې د سولې عالي شورا یو با صلاحیته شورا او پر خپلو خبرو به ولاړ شورا وي.
خو اوس يې اندېښنه څرګنده کړې، چې د دې ویره هم شته، چې دغه خبرې اترې به له ځنډ سره مخ شي.
له بل لوري بیا د سولې عالي شورا غړي شهزاده شاهد د امین کریم خبرې ردوي او وايي، چې د حزب اسلامي غړي دې په دغه برخه کې هيڅ اندېښنه نه لري.
شاهد زیاته کړه، چې د سولې په خبرو اترو کې دا ستونزې طبیعي دي او دوی به يې ډېر ژر حل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د حزب اسلامي پلاوي د امریکا په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې وه.
هغه ویلي و، چې د سولې په اړه د نړیوالې ټولنې په ځانکړي ډول د امریکا موقف نه په ډاګه کېدل او چوپتیا د اندېښنې وړ او دغه مذاکرات له ستونزو سره مخ کولای شي.





