
په دې غونډه کې د افغانستان له نشه یي توکیو سره د مبارزې وزیر، د هرات، فراه او نیمروز والیانو او د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر ترڅنګ، د خراسان رضوي، د جنوبي خراسان، د سیستان او بلوچستان ولایتونو والیانو ګډون کړی دی.
د دې دوه اړخیزې غونډې موخه په سرحدي ولایتونو کې د والیانو ترمنځ د اړیکو پراخوالی او ښه والی ګڼل شوی دی.
دا غونډه نن سهار ۹ بجې د ایران په مشهد ښار کې پیل شوه.
د خراسان رضوي ولایت والي علي رضا رشیدیان د کابل د وړمې ورځې د خونړۍ پېښې د غندنې ترڅنګ وویل، چې د دواړو هېوادونو د سرحدي ولایتونو د والیانو د ښو اړیکو په پایله کې کېدلی شي، چې د ترهګرۍ کچه راکمه شي.
رشیدیان زیاته کړه، چې دغه ډول غونډې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراخوالي ښه اغېز کولی شي او غواړي، چې هر کال دا غونډه جوړه شي.

د ایران د کورنیو چارو د اقتصادی چارو مرستیال دوکتور بابک دین پرست هم په دې غونډه کې د افغانستان او ایران د اړیکو پر پراخوالي، په ځانګړي ډول د ګمرکي چارو په برخه کې ټینګار وکړ.
هغه په سرحدونو کې د اقتصادي موضوعاتو د تعقیب له پاره د دواړو هېوادونو د ګډو ډلو جوړول اړین وبلل.
د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر د هرات – خوب د اورګاډي د پټلۍ په اړه له افغانستانه د څلورمې برخې د اختصاصي بودیجې او په دواړو هېوادونو کې د ګډې پانګونې پراختیا او تقویت له پاره د نندارتونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د افغاستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزیر جنرال بازمحمد احمدي هم دا ډول غونډې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، چې دا شان ناستې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
د هرات والي محمد اصف رحیمي هم د سرحدي ولایتونو ترمنځ په ځانګړي ډول د پانګونې په برخه کې ترمنځ همکارۍ ګټورې وګڼلې.
د فراه والي اصف ننګ او د نیمروز والي انجنیر محمد سمیع په خپلو خبرو کې له دې غونډو هرکله وکړ.





