ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ کنفرانس په څنډه کې د ترکیې له دفاع وزیر هلوسي اکار او د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره وکتل.
ولسمشر غني د ترکیې د دفاع وزیر هلوسي اکار سره په دې کتنه کې د دواړو لوریو د امنیت، د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې او د پولیسو د روزنې په اړه خبرېاترې وکړې.
په ورته مهال ښاغلي غني د اوزبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر سیمهییز اتصال او افغان سولې خبرې کړېدي.
ورته مطالب:
غني په اوزبیکستان کې ۲۱ هوکړې لاسلیک کوي
د مونیخ غونډه په سوریه کې د یوې اونۍ په اوربند پای ته ورسېدله
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف ویلي چې هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغان حکومت سره مرستو ته تیار دی.
ولسمشر غني له ښاغلي کاملوف سره په خبرو کې د تاشکند کنفرانس د جوړولو له امله له اوزبیکستانه په مننې یاد کنفرانس د سیمهییزو همکاریو واضح میکانیزم وبللو او ویې ویل، د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا لهپاره عملي اقدامات کېږي.

ښاغلي غني ویلي چې د سولې له هوکړې وروسته به پراختیایي کارونه ډېر شي چې د اروپایي ټولنې او د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول د اوزبیکستان رول پهدې برخه کې اړین دی.
ولسمشر غني د خپل سفر په ترڅ کې، د افغان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره هم لیدلي. خليلزاد د افغان حکومت لهخوا د لويې جرګې د رابللو هرکلی کړی او د افغانانو په مشرۍ د سولې پر خبرو او هڅو يې ټينګار کړیدی.
ولسمشر غني د مونیخ په نړۍوال درې ورځني امنیتي کنفرانس کې د ګډون لهپاره جرمني ته تللی دی.
جمهوررئیس غني د تاشکند کنفرانس د جوړولو له امله له ازبکستان څخه په مننې یاد کنفرانس د سیمه ییزه همکاریو واضح میکانیزم وباله او وې ویل، د افغانستان او ازبکستان تر منځ د اړیکو د لا پراختیا لپاره عملي اقدامات کېږي.





