
یوشمېر ټاکنیزو ډلو، سیاسي ګوندونو او د کابل اوسېدونکیو نن په کابل کې د «د غبرګولي له لومړۍ وروسته، د ناقانونه حکومت د سیاسي مشروعیت تشه» تر سرلیک لاندې په یوه غونډه کې یو ځل بیا د سرپرست یا لنډمهالي حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ.
د ولسمشرۍ یو نوماند احمدولي مسعود د ملي یووالي حکومت نامشروع یاد کړ او زیاته یې کړه چې دغه حکومت «د کار له پیله سم نه و جوړ شوی او د ملي یووالي حکومت هم نهدی؛ ځکه مشران یې د کار له پیله تراوسه په خپلو کې هوکړې ته نهدي رسېدلي او ترمنځ یې اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.»
نوموړي له سترې محکمې وغوښتل چې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر غني د کار د دوام په اړه حقوقپوهانو او قانونپوهانو ته وضاحت ورکړي؛ ځکه په وینا یې ستره محکمه د اساسي قانون له مخې د ولسمشر کار ته د دوام ورکولو حق نهلري.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ځینو نوماندانو او حقوقپوهانو په یوه غونډه کې له سترې محکمې وغوښتل چې د غبرګولي له لومړۍ وروسته د ولسمشر د کار دوام په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.

موږ وغوښتل چې پهدې اړه د سترې محکمې نظر هم ولرو، خو ونه توانېدو.
د دې غونډې ګډونوالو د روان وضعیت دوام د هېواد په ګټه نه بولي او وايي، د ولسمشر د کار دوام هغه مهال د منلو ده چې د ولسمشري ټول نوماندان ورسره هوکړه وکړي.
د یادونې ده چې ولسمشرۍ ماڼې له دې مخکې د سترې محکمې د تفسیر له مخې د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشر د کار پر دوام ټینګار کړی او دغه راز د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي د ولسمشري نوماندانو ته د اساسي قانون د مطالعې لارښوونه کړې ده.





