
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، افغانستان کې ملکيان له هم د سړک غاړې د ماين له چاودنو، هدفي وژنو او د جګړو له نورو پايلو رنځېږي.
خليلزاد تېره شپه د یوناما له لوري د ملکيانو د مرګژوبلې د تازه خپاره کړي راپور په اړه پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې د ملکيانو د مرګژوبلې په اړه بايد د جګړې ښکېلې خواوې د تاوتريخوالي کمولو لپاره همدا اوس ګام پورته کړي.
نوموړی زياتوي چې راپور ته په کتو د ملکيانو مرګژوبله کمه شوې؛ خو د طالبانو وروستي بريدونه او د ملکيانو مرګژوبله دا لاسته راوړنه له ګواښ سره مخ کوی.
د خليلزاد په وينا، د طالبانو وروستيو بریدونو د افغان امنيتي ځواکونو غبرګون هم له ځانه سره درلود.
خلیلزاد دا خبرې په داسې حال کې کړي چې یوناما په خپل تازه راپور کې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې د ۵۳۳ ملکیانو د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملکيانو د مرګژوبلې ۳۹ سلنه پړه پر طالبانو ده.
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار کړی چې طالبان او افغان حکومت باید د بندیانو د خوشې کولو هڅې ګړندۍ او تاوتریخوالی راکم کړي: (( څومره چې دا لړۍ چټکه شي هومره ژر افغاني مذاکراتو، جوړجاړي او اوربند خواته نږدې کېږو.))
خلیلزاد زياتوي چې په دې برخه کې ځنډ به دواړو لوریو ته د افغانانو د وژل کېدو شمېره لوړه کړي، په داسې حال کې چې د خلیلزاد په وینا اصلي دښمن کورونا یا کوویډ ۱۹ ناروغي ده.





