
ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ د لوړپوړیو چارواکیو په ګډون د اختر له لمانځه وروسته طالبانو ته د خبرداري په ورکولو سره وویل، که چېرې افغانان وي؛ د سولې له پروسې سره دې یوځای شي، ګنې د افغان ځواکونو له لورې به په ګونډو شي.
ده د دولت وسلهوالو مخالفانو ته په خطاب سره وویل، چې سوله زموږ غوښتنه ده؛ خو شرایط مو له پخوا راهیسې واضح دي؛ په همدې اساس له سولې سره یوځای شئ، چې ډېر وخت نهلرئ.
د ولسمشر غني پر وینا، طالبان او ملاتړي یې یوازې دي؛ خو افغان حکومت د نړیوالو له ملاتړه برخمن دی.
ولسمشر غني د خپلو خبرو په دوام کې د ملي ځواکونو د قربانیانو او په ترهګریزو پېښو کې د زیانمنو شویو وګړیو کورنیو ته رسیدهګي د حکومت لومړیتوبونه وګڼل او د ملي ځواکونو له کړنو یې خوښي څرګنده کړه.
ولسمشر په ټینګار سره وویل، چې ترهګر پولي نه پېژني او له نړیوالو یې غوښتنه وکړه، چې اوږه په اوږه د دې پدیدې پر وړاندې سره یو شي.
افغانستان په سږنۍ روژه کې په کابل، خوست، پکتیا، هرات او خوست ولایتونو کې د څوو ترهګریزو پېښو شاهد، چې له امله یې ۲۳۱ تنه ووژل شول او ۸۱۰ ټپيان شول.
پهدې میاشت کې په کابل، هرات، پکتیا او لوګر کې په ۴ جوماتونو هم ځانمرګي بریدونه او وسلهوالې حملې وشوې، چې ګڼ شمېر افغانانو ته یې مرګ و ژوبله واړوله.





