«ولسمشر غني ”تقلبي “ مشورتي لویې جرګه دایروي»

وروسته له هغې چې ولسمشر محمداشرف غني د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځته کولو په موخه، د مشورتي لویې جرګې رابللو پرېکړه کړې؛ یو شمېر پخواني طالب چارواکي د دې جرګې په ترسره کولو نیوکه کوي.

پخواني طالب چارواکي او د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند مشر مولوي قلم‌الدین وویل، د سولې مشورتي لویې جرګې ترسره کولو موخه سوله نه، بلکې ولسمشر محمداشرف غني هڅه کوي، د تقلبي مشورتیې جرګې کې په فرمایشي ډول د خلکو په رابللو سره د خپلې کاري دورې غځولو ته مشروعیت ورکړي.

ورته مطالب:

ولسمشر: په کابل کې به د سولې مشورتي جرګه جوړه شي

حکمتیار: د سولې مشورتي جرګه بې ګټې ده

خلیلزاد: د سولې بین‌الافغاني خبرو پیلول بېړنی لومړیتوب دی

د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي ګوند او د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا مسوولانو همدارنګه هېواد کې د افغان ځواکونو د شپنیو عملیاتو او بمباریو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

دوی وویل، افغانستان کې د جګړې دواړه لوري باید داسې کړنې ترسره نه‌کړي چې د سولې پیل شوي بهیر ته زیان ورسوي.

دا څرګندونې داسې حال کې مطرحېږي چی د سولې په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د سولې عالې شورا د دارالانشا مشر محمد عمرداودزي وړمه ورځ ویلي وو چې د روانې حوت میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې د سولې مشورتي جرګې ترسره کولو اجنډا یوازې د سولې خبرې دي او دې جرګه کې به د هېواد له بېلابېلو سیمو څه باندې ۲ زره کسان د سولې په اړه خپل نظرونه شریک کړي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام