غني د کابل د لویدیځې برخې اوسېدونکیو سره ژمنې وکړې

نن د پنجشنبې ورځ د محرم الحرم لسمه کابل او ولایتونو کې د ماتم‌کوونکيو له‌خوا د عاشورا مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې لمانځل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني د دغې ورځې لمانځلو مراسمو کې د ګډون له‌پاره د کابل لودیځ کې د دشت‌برچي سیمې یو جومات ته ورغلی و.

ولسمشر غني د عاشورا د ورځې ماتم‌کوونکیو ته په وینا کې د کابل په لودیځ کې په شیعه‌ مذهبي ځایونو باندې بریدونه په ټول افغانستان بریدونه وبلل او ویې ویل چې د شیعه او سني وینه یو رنګ لري.

ده په ورته وخت کې د لویدیځ کابل له اوسېدونکیو نه د دې سیمې د ستونزو د حل له‌پاره د یو استازي غوښتنه وکړه چې ارشد سلاکار یې وټاکي.

ولسمشر وویل، د افغانستان دوښمنان غواړي د کابل پر لویدیځ بریدونو ته قومي او مذهبي رنګ ورکړي.

ښاغلي ولسمشر د کابل په امنیه قوماندانۍ کې د لویدیځ کابل له‌پاره د یو ځانګړي معاونیت د ایجادولو ژمنه هم وکړه.

د عاشورا د ورځې له‌پاره د سختو امنیتي ترتیباتو سره ـ سره د کابل په مرکزي او لودیځو برخو کې ماتم‌کوونکي لا هم د عاشورا پر مراسمو د احتمالي تروریستي بریدونو په اړه اندېښمن دي.

پر کابل سربېره د عاشورا ورځې لمانځلو له‌پاره د بلخ ولایت مرکز مزار ښار د روضې جومات کې هم یوه لویه غونډه جوړه شوې‌وه.

کابل کې د عاشورا د مراسمو لمانځنې له‌پاره لارو کوڅو کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ د تکیه‌خانو کسانو ته هم وسلې وېشل شوې‌دي.

دغه راز د عاشورا د نمانځنې سیمو او تکیه‌خانو ته تللې زیاتره لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

 

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام