د مشرانو جرګې شکایتونو کمېسیون نن چهارشنبې (نومبر ۲۵مه) د کابل بانک اصلي پوروړي خلیل الله فروزي د خوشې کولو په اړه غونډه درلوده.
دې غونډې ته د احمد ضیا مسعود استازی، د ښار جوړونې حقوقي سلا کار او د بګرام نظامي پولیسو قوماندان د مشرانو جرګې شکایتونو کمېسیون غونډې ته ورغوښتل شوي وو.
د غونډې په پيل کې د بګرام نظامي پولیسو قوماندان میرصاحب ګل د دغه کمېسیون غړیو او رسنیو ته د ۱۹۷۷ ګڼه مکتوب چې په ۱۳۹۴/۵/۶ تاریخ د ملي امنیت څلوېښتم ریاست (روغتیايي خدمتونو ریاست) نه ورته راغلی وښود.

میر صاحب وویل، په مکتوب لیکل شوي دي، چې خلیل الله فروزي د ولسمشر ماڼۍ د لازم بولو پر بنسټ د هغه ناروغي زیاته شوې ده او د درملنې له پاره د شاه امان الله خان روغتون ته دې ولېږدول شي.
همدارنګه په دغه مکتوب کې دا هم راغلي، چې د ۵۲۳۳ مکتوب یو نقل په ۱۳۹۴/۵/۳ تاریخ کې د چارو ادارې له خوا د خلیل الله فروزي د بستر کېدو په اړه د بګرام زندان قومندانۍ ته هم استول شوي.
د دغه مکتوب سره د خلیل الله فروزي د کورنۍ له لوري يو غوښتنلیک هم ضمیمه شوی، چې د ولسمشر احکام په کې ليکل شوي.
بل سند کې چې د (خلیل الله فروزي ورثې غوښتن پاڼې) په نوم دی؛ په دغه سند کې د خلیل الله فروزي کورنۍ د ولسمشر نه دوه غوښتنې لرلې، چې یوه یې د خلیل الله فروزي د درمنلې غوښتنه وه، چې نوموړی روغتون ته ولېږدوي او په بله یې د بګرام له زندان نه د څرخي پله زندان ته د فروزی د لیږد غوښتنه کړې وه.
د فروزي کورنۍ دغه غوښتنه په دې موخه کړې وه، چې د نوموړي شکر او قلبي ناروغي زیاته شوې ده او د بګرام زندان فضا د لسګونو ترهګرو په موجودیت کې ده ته نامناسبه ده.
ولسمشر څه وخت مخکې د ښارجوړونې وزارت له لوري د خلیل الله فروزي پانګونې هوکړه لیک چې د ځېرک خصوصي ښارګوټي جوړولو برخه کې لاسلیک شوی و لغوه کړ او د خپل حقوقي سلا کار دنده یې وځنډوله.
د ځېرک ښارګوتي پرانیست غونډې مراسمو کې د ولسمشر سلا کار ویلي و، چې د خلیل الله فروزي ازادول او پانګونې په برخه کې اجازه ورکول د پورونو پرېکولو غوره لاره ده.
د ښارګوتي په پرانیسته کې د ښار جوړونې وزیر منصور نادري، د ښې حکومتدارۍ په برخه کې د ولسمشر سلا کار احمدضیا مسعود، د پارلماني چارو وزیر نبي فراهي او خلیل الله فروزي ګډون درلود.
د شکایتونو کمېسیون غونډې په پای کې زلمي زابلي وویل، چې ولسمشر دې په خپله د خلیل الله فروزي د ازادولو په اړه ولس ته ځواب ووايي او تر هغې به دغه مسله و څاري، چې تر څو دوی ته د کابل بانک، خلیل الله فروزي او ځېرک ښارګوټي مسله معلومه شوې نه وي.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، تر څو چې د حقیقت موندونکي پلاوي څېړنې پایله معلومه نه شي تر هغې د دغو اسنادو د صحت او نه صحت په اړه څه نه شي ویلی.





