د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پخواني رییس عبدالعزیز اریايي سره ځانګړې مرکه

سلام‌وطندار د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له پخواني رییس عبدالعزیز اریايي سره ځانګړې مرکه کړې ده. اریايي په دې مرکه کې د ټاکنو قانون د تعدیل په برخه کې د حکومت له «ناقانونه» چلن نه پرده پورته کړې او دغه راز «په ارګ کې یوې ځانګړۍ کړۍ» ته اشاره کوي چې کمېسیون ته له تګ سره سم یې د لرې کولو په هڅه کې وه. د دې مرکې متن لاندې لیکل شوی دی:

خبریال: د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیونه ستاسو د ګوښه کېدو لاملونه څه وو؟

اریايي: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې زما ګوښه کېدل فردي موضوع نه وه؛ ځکه که داسې وای، دوه ځله استعفا به مې قبوله شوې وای. د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولانو ګوښه کول یوه ټولیزه موضوع وه چې زما په اند په یادو کمېسیونونو کې اصلاحات نه، ټاکنیز بدلونونه راغلل چې ټاکنې به د بحران خوا ته یوسي.

خبریال: په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې ستاسو کړنو څومره ستاسو په ګوښه کولو کې رول درلود؟

اریايي: د خپلې کاري مودي پر مهال مو د ټاکنیزو کمېسیونونو خپلواکي را وګرځوله، خو ځینې ستونزې وې. ځینو کارکوونکیو د وخت کموالي له کبله و نه شوای کړای چې له زده‌کړییزو دورو نه ښه ګټه واخلي چې ځینې ستونزې یې را منځ‌ته کړې. خو په ټوله کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کړنې ښې وې.

خبریال: ایا دا احساس مو کاوه چې یوه ورځ به د حکومت له لوري لرې کېږئ؟

اریايي: په حکومت کې ټاکل او لرې کول یو معمولي امر دی، خو زه د کار له لومړۍ تر وروستۍ ورځې د حکومت تر فشار لاندې وم. حکومت تل هڅه کوله چې د خپلې خوښې کس پر دې ځای وټاکي؛ نو هره پرېکړه به مو چې کوله، په استعفا به ګواښل کېدو.

خبریال: هغو کړیو چې پر تاسو فشار راوړ، د حکومت په کومه کچه کې وې؟

اریايي: کومو کړیو چې پر موږ فشار راوړ، له ولسمشر سره یې اړیکه لرله. په یوه مورد کې، کله مو چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دارالانشا ۵ غړي لرې کړل، ولسمشر خپله د لرې کولو ګواښ راته وکړ. ولسمشر ته د لوړپوړیو چارواکیو لرې کول یو عادي کار دی، په داسې حال کې چې موږ باید د څلورم بست د یوه کارکوونکي د لرې کولو په اړه هم لویې څارنوالي ته سند وړاندې کړی وای.

خبریال: تاسو د ولسمشر دوسیو ته اشاره وکړه. دا دوسیې د څه ښکارندويي کوي؟

اریايي: موږ چې کله د ولسمشرۍ نوماندانو د نوم‌لړ په اړه څېړنې کولې، په سندونو کې یې ډېرې نیمګړتیاوې وې. د ولسمشر غني د ټاکنیزې ډلې په ګډون، یو شمېر نوماندان د نوماندۍ وړ نه وو او د قانون له مخې، یاد نوماندان باید له وروستي نوم‌لړه لرې شوي وای.

خبریال: تاسو د فعالیت پر مهال په ټاکنو کمېسیون کې د نه همغږۍ په اړه څرګندونې کولې، لامل یې څه و؟

اریايي: د ټاکنو خپلواک کمېسیون هاغه مهال معلومات او اطلاعات پر خپل وخت موږ ته نه سپارل. هغوی احساس کاوه چې موږ هغوی ته حکم کوو او همدا لامل و چې ستونزې یې له موږ سره نه شریکولې.

خبریال: ایا د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو په لرې کولو کې ولسمشر او اجرايوي رییس لاس درلود؟

اریايي: زموږ لپاره دا مهمه نه‌ده چې دا پرېکړه چا کړې، ان که دا پرېکړه په ټولیزه توګه هم شوې وي، سمه پرېکړه نه وه.

خبریال: د ټاکنیزو کمېسیونونو نویو کمېشنرانو پر تاسو د ناکارۍ تور لګولی، وايي چې په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې هېڅ کار نه‌دی شوی. ستاسو ځواب څه دی؟

اریايي: زه دا خبره نه منم او هر چا چې کړې وي، بې‌ځایه خبره یې کړې ده. هر نوی کس چې یوې ادارې ته ځي، د هغې ادارې له چاپېریال او د کار له ډول سره بلد نه وي. کوم فشارونه چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پر غړیو راوړل کېږي، هغوی اړ کوي چې شا ته وګرځي او پړه یې پر مخکنیو غړیو واچوي. یاد کمېسیون د ستونزې جوړولو ځای نه‌دی، بلکې داسې دوسیې په‌کې شته چې باید وکتل شي او په اړه یې پرېکړه وشي.

خبریال: د حکومت لاسوهنې څومره ستاسو مخه نیولې وه؟

اریايي: د حکومت لاسوهنه وه، خو زموږ پر فعالیتونو یې اغېز نه کاوه؛ ځکه موږ پر هغو ژمنو ولاړ وو چې له خدای او خلکو سره مو کړې وې. موږ له فشارونو، ګواښونو او اړیکو پاللو سره سره له قانون نه سرغړونه و نه‌کړه او د قانون پر ارزښت مو سترګې پټې نه‌کړې.

خبریال: ځینې سرچینې وايي چې د ښاغلي امرخېل تر استعفا وروسته په ټاکنو کمېسیون کې ځینې کسان وو چې له ولسمشر نه په ملاتړ یې لوړ معاشونه اخېستل. ایا ستاسو د ریاست پر مهال دا کسان وو؟

اریايي: ښاغلی امرخېل په ټاکنو کمېسیون کې و، خو په کمېسیون کې یې لازم اصلاحات را نه وستل او همدا لامل و، هغه کارکوونکي چې په تېرو ټاکنو کې ګومارل شوي وو، د تېر کال ټاکنې یې له کړکېچ سره مخ کړې. دا کسان له دندو لرې او څارنوالي ته ور وپېژندل شول. امرخېل له کمېسیون نه تر تګ وروسته په هغه کچه نه و چې وکولای شي، د ټاکنیزو کمېسیونونو په چارو کې نفوذ وکړي، خو ځینې کسان وو چې له ناکارۍ او غیرحاضرۍ سره سره یې لوړ معاشونه اخېستل.

خبریال: یو شمېر معترضو نوماندان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په بډې اخېستو تورنوي، تاسو په‌دې اړه څه وایئ؟

اریايي: له نېکه مرغه د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټولو حکومتي ادارو په ډله کې یوازینۍ اداره وه چې له اداري فساد سره یې مبارزه کوله. کمېسیون زرګونه کارکوونکي لرل، کېدای شي ځینو یې سهواً یا هم د کمېسیون د بدنامولو لپاره فساد کړی وي، خو په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې د فساد لاره تړلې وه. که څوک په دې برخه کې کوم سند لري، محکمې ته دې وړاندې کړي او زه ځواب ویلو ته حاضر یم.

خبریال: حکومت ستاسو په اړه دوسیه جوړه کړې، په‌دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

اریايي: حکومت یادې دوسیې لویې څارنوالي ته لېږلي او څارنوالي یې هم د تورونو په توګه څېړي. زموږ د لرې کولو لامل هم همدا عقدې او دوسیې جوړول و.

خبریال: حکومت څه غواړي؟

اریايي: دا موضوع باید له حکومته وپوښتل شي، خو د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیو لرې کول یوه سیاسي او پر شخصي ګټو ولاړه پرېکړه وه.

خبریال: ایا داسې کومه موضوع شته چې له ویلو یې یې وېره لرئ؟

اریايي: ډېر موضوعات شته او همدا زما بې‌باکانه خبرې هم زما د لرې کولو یو لامل و.

خبریال: تاسو د ټاکنو د مدیریت یوه تجربه لرئ. د ټاکنیزو کمېسیونونو وضعیت څنګه ارزوئ؟

اریايي: موږ په ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کې لازم واک ترلاسه کړی و، خو نویو غړي یې دا واک نه‌لري. په هره برخه کې ننګونې شته، خو که اصلاحات راشي، کېدای شي ښې لاسته‌راوړنې ولري. کومې ستونزې چې شته، له کمېسیونونو سره د حکومت د لازمۍ همکارۍ نه کولو له کبله دي.

خبریال: د افغانستان راتلونکیو ټاکنو په اړه څه وړاندوینه کوئ؟

اریايي: نښو‌نښانو او شواهدو ته په پام، له بده مرغه د افغانستان راتلونکې ټاکنې ښې نه بولم. لومړی دا چې د سولې روانې خبرې اترې پر ټاکنو اغېز لري، خو که سوله و نه‌شي او ټاکنې وشي، دا ټاکنې به د افغانستان سیاسي راتلونکې لپاره د یوې فاجعې پیل وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام