«له لومړني نوملړه د نوماندانو په ایستلو کې سلیقوي چلن شوی»

فوزیه کوفي 

ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون لا له لومړني نوملړه د نوماندانو د نومونو ایستلو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه نه‌ده اعلان کړې؛ خو ځېنو نوماندانو له نوملړه د خپلو نومونو د لېرې کېدا په غبرګون نن په کابل کې اعتراضیه غونډې وکړې.

اعتراض‌کوونکي نوماندان وايي، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسېدو ځانګړی کمېسیون د حکومت تر اغېزې لاندې دی او له دوی سره یې سلیقوي چلن کړی‌دی.

په ولسي جرګه کې د بدخشان وکیله فوزیه کوفي ـ چې راتلونکیو ټاکنو ته نومانده هم ده – وايي، له نوملړه د ځېنو نوماندانو نومونو لېرې کول د حکومت له سیاسي پروګرام پرته بل څه نه‌دي. د اغلې کوفي په وینا، هغو وکیلانو چې نن د حکومت د ناسمو کړنو پر وړاندې غږ اوچت کړی؛ د خلکو رښتیني استازي دي.

د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند الله‌ګل مجاهد هم له هغو کسانو دی چې په‌خپله وینا یې، له نوملړه ایستل شوی‌دی.

الله‌ګل مجاهد

دی په یوه جلا غونډې کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون پرېکړه غیرعادلانه بولي او وايي، دغه پرېکړه د حکومت د فشارونو پایله کې شوې‌ده.

ښاغلی الله‌ګل همدراز وايي، له ۴۰ کالو راهیسې په‌دې وطن کې د بهرني یرغل پر وړاندې جنګېږي ځکه خو مني چې پوځي قوماندانان لري.

خو د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي‌رضا روحاني بیا وايي، دا د ځانګړي کمېسیون ابتدايي پرېکړه ده او تراوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده نیول شوې.

ښاغلی روحاني زیاتوي، نوماندان حق لري چې د پرېکړې په اړه اعتراض وکړي او په خبره یې، د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون له څېړنې وروسته نوملړ اعلانوي او هغه به وروستۍ پرېکړه وي.

پرون ناوخته، د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه نوملړ خپور کړی چې ځېنې نوماندان د غیرمسوولو کسانو لرلو په تور راتلونکیو ټاکنو ته د نوماندانو له نوملړه ایستل شوي‌دي‌.

دغه نوملړ په خواله رسنیو کې خورا مثبت او منفي غبرګونونه راپورته کړي‌دي او ځېنې لا په‌دې باور هم دي چې ممکن ځېنې نوماندان په وروستۍ پرېکړه کې له نوملړه وویستل شي.

ځينې کسان د فوزیه کوفي په څېر د نوماندانو لرې کول د خلکو په حق کې جفا بولي او ځینې نور هم د نوماندانو له نوملړ څخه د هغو څېرو لرې کول چې ټوپکوال دي، ملاتړ کوي.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام