په زرګونه اعتراض کوونکي، چې تېره ورځ د وسله والو طالبانو له لوري د ښځو او ماشومانو په ګډون د ۷ تنو د سر غوڅولو په اعتراض د کابل ښار سرکونو ته راوتي وو وايي، تر څو چې د دوی غوښتنې و نه منل شي، نو له ۷ جنازو سره یوځای به د ارګ په خوله کې پاتې وي.
دوی تېره ورځ (چهارشنبه، نومبر ۱۲مه) په کابل ښار کې د "مزاري مصلی"څخه په اعتراض پېل وکړ او د څو ساعتونو له پاره يې د ارګ ترڅنګ شعارونه ورکول.
دوی حکومت په بې پروايې تورن کړل او و يې ویل، چې ارګ له طالبانو ملاتړ کوي.
څو ورځې وړاندې په زابل ولایت کې د وسله والو طالبانو له لوري د ۷ افغانانو سرونه پرې شول، چې پکې دوې ښځې، یو ماشوم، یوه ماشومه او څلور تنه نور شامل وو.
د دغو مسافرو د وينې انتقام اخیستل، په هزاره میشتو سيمو کې د یو قل اردو او څلورو فرقو تاسیسول، د غزني د جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدلول، د غزني په ولسواليو کې د پولیسو د کمیت زیاتوالی او په کابل ولایت کې د " شهيدانو" په نوم د یوې غونډۍ نومول د دغو اعتراض کوونکو له غوښتنو څخه دي.
د سلام وطندار خبریال حشمت بهزاد، چې د اعتراض کوونکو سيمو ته تللی وو وايي، چې شاوخوا ۳۰ تنه د اعتراض کوونکو له ډلې ولسمشرۍ ماڼۍ ته تللي وو، خو د دوی له ډلې ډېرو محدودو کسانو ته اجازه ورکړل شوې.
هوايي ډزې
کله چې اعتراض کوونکي تېره ورځ ناوخته غوښتل د ارګ په ديوالونو واوړي او ځان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورسوي د دوی د تيت او پرک کولو له پاره د ارګ ساتونکو له خوا هوايي ډزې وشوې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال سېد ظفر هاشمي وايي، چې د دغو ډزو له امله شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي؛ خو د عامې روغتيا وزارت بیا وايي، چې دوی ته ۷ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، چې د دغو اعتراض کوونکو څخه ۵ تنه يې مستقیما په مرميو لګېدلي او دوې ښځې له ديواله د لوېدو په نتیجه کې ټپیان شوي دي.
ولسمشر غني: انتقام اخلو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زابل ولایت کې د ۷ کسانو وژل کېدل د ټولو افغانانو غم ګڼي او وايي، چې د دوی وژل د وسله والو طالبانو له لوري د افغانستان پر وحدت باندې د خنجر ګوزار و.
نوموړي وویل، چې په دې وروستيو کې مخالفو وسله والو هڅې کړې هغه سيمې، چې د دولت له کنټروله خارج دي په خپلو ځالو بدلې کړي.
هغه دا هم وویل، دی د همغه وخت راهیسې، چې دغه مسافر برمته شوي وو د خلاصون له پاره يې دستور ورکړی وو.
یاده دې وي، چې دغه مسافر د زابل ولایت د لويې لارې په اوږدو کې شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو له لوري برمته شوي وو.
غني زیاته کړه، دستور يې ورکړی، چې د دغې پېښې عاملان دې په نښه او په "اشد مجازات" دې محکوم شي.
نوموړي وویل، چې د افغانستان د ټولو لویو لارو د امنیت د ټينګښت له پاره به لازم تدابیر په پام کې ونيول شي، ترڅو په راتلونکي کې د داشان پېښو مخنيوی وشي.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد، چې د اعتراض کوونکو په ډله کې و له هغوی څخه وغوښتنه وکړه، چې د ملي دفاع وزارت ځواکونو او نورو امنيتي مسوولینو سره یوځای شي او د دغو کسانو د قاتلینو د پېدا کولو له پاره دې مرسته وکړي.
هغه د خلکو دغه اعتراض ټولې نړۍ ته د ازادۍ درس یاد کړ.
نوموړي وویل، چې حکومت د دغه اعتراض کوونکو د غوښتنو د پوره کولو په اړه مسوول دی او که چېرې د دوی غوښتنې و نه منل شي، نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.
مراد علي مراد وویل، چې د کندوز ولایت په شان به د زابل له پېښې هم انتقام واخلي.





