
د ولسمشري یو نوماند رحمتالله نبیل وايي، د بیتالمال په پیسو او په بېلابېلو نومونو د یوې ټاکنیزې ډلې له لوري د کمپاین ۴۰ دفترونه جوړ شوي دي.
د نوموړي په وینا، یاد دفترونه د ګوندونو او نورو بېلابېلو بنسټونو په نوم جوړ شوي چې پیسې یې هم د کرېډېټ کارتونو یا هم د بهرنیو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو په پیسو جوړ شوي دي.
نبیل زیاتوي، د میلیونونو ډالرو ډېر قراردادونه د ټاکنیز ملاتړ په خاطر ځینو کسانو ته ورکړل شوي دي. د رحمتالله نبیر په وینا، د ملي یووالي حکومت د کار موده د روان کال د غبرګولي پر لومړۍ نېټې پای ته رسېدلې، د حکومت مشران په ټاکنیزو مبارزو کې له دولتي شونتیاوو د استفادي حق نهلري او ولسمشر د غبرګولي له لومړۍ وروسته لوړپوړي دولتي چارواکي ګومارلی او لرې کولی نهشي.
د ولسمشري دغه نوماند حکومت او سیاستوالو ته خبرداری ورکړ چې د طالبانو د سولې په خبرو ونه غولېږي؛ ځکه په وینا یې هغوی په واک کې ګډون نه، بلکې ټول واک غواړي.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال شاهحسین مرتضوي د نبیل ادعا د رد ترڅنګ وايي چې حکومت ټاکنیز کمپاین نهدی پیل کړی او نه هم په دې نوم هېڅ دفتر لري.
رحمتالله نبیل د ټاکنو کمېسیون پر کارکړنو او د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو پر نه کولو هم نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې یاد کمېسیون تراوسه د حکومت د لاسوهنو په اړه روښانه دریځ نهلري او خپله خپلواکي یې نهده ثابته کړې.





