
طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د قطر غونډې ته د تلونکي ۲۵۰ کسیز پلاوي د اعلان په غبرګون کې ویلي، دوحه دومره کسان نه مني.
د دې ډلې په خبرپاڼه کې لیکل شوي، په دا ډول غونډو کې داسې ګډون «دود» نهدی او په وروستي نوملړ کې د څو محدودو سیاسي او قومي مشرانو نومونه شته چې یوازې هغوی به ګډون کوي.
په یاده خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي، «د دغه نوملړ جوړوونکي باید درک کړي چې دا د کابل په کوم هوټل کې د واده یا مېلمستیا مراسم نه، بلکې د پلان له مخې په یوه خلیجي هېواد کې منظمه غونډه ده.»
طالبانو ویلي، «د دا ډول نوملړ له جوړولو او خپرولو داسې ښکاري چې کابل له دا ډول غونډو او د سولې برخه کې کېدونکیو پرمختګونو نه وېره لري او په دا ډول کارونو سره غواړي تخریب یې کړي.»
طالبانو یو ځل بیا ویلي چې د قطر په غونډه کې هېڅوک د حکومت استازولي نه کوي.
اړوند مطالب:

حکومت تېره ورځ د قطر غونډې د ګډونوالو نوملړ خپور کړ چې د حکومتي چارواکیو په ګډون، د سیاسي ګوندونو او جریانونو، سیاستوالو، مدني ټولنو، ښځو، قومي مخورو، ځوانانو او یو شمېر نورو اړخونو کسان پهکې دي چې له ډلې یې ۵۲ ښځینه هم دي.
ټاکل شوې د قطر بینالافغاني غونډه د اپرېل میاشتې پر ۱۹مه پیل او تر یوویشتمې نېټې دوام وکړي.





